روزنامه هیواد

د پارلمانی ټاکنو راى پاڼې د چاپ لپاره بهر ته لېږل شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسىون وایی: د را روانو ولسی جرګې او ولسوالىو شوراګانو د ټاکنو لپاره ىې د راىه ورکولو پاڼې د چاپ لپاره بهر ته استولې دی.د چارواکو پر وىنا د راىو ورکولو پاڼې په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنىوى په موخه په بهر کې چاپ ته لېږل شوې دی.ټاکل شوې چې پارلمانی ټاکنې د مىزان (تلی ) په ۲۸مه نىټه ترسره شی.د ټاکنو د خپلواک کمېسىون د وىاند مرستىال ذبىح الله سادات پر وىنا راى پاڼې به تر ىوې مىاشتې ټولې چاپ شی.د ټاکنو خپلواک کمېسىون د شمېرو له مخې څه باندې نهه مىلىونه کسانو د ولسی جرګې او ولسوالىو شوراګانو لپاره نوملىکنه کړې ، چې په همدې شمېر به راى پاڼې هم چاپ شی.د راىو ورکولو پاڼې لګښت د ملګرو ملتونو د پراختىاىی‎ ادارې ىا ىو اېن ډی پی او ىو اېس اى ډی له خوا ورکول کېږی.له بل لوری د ټاکنو کمېسىون مسوولىن وایی له تېرو لسو ورځو راهىسې ىې په ځىنو ولاىتونو کې چارې له خنډونو سره مخ شوې دی، ځکه په ىو شمېر ولاىتونو کې د دوى دفترونه تړل شوی چې چارې ىې ټکنۍ کړې دی.د دې کمېسون په چارو کې ځنډ او خنډ له هغه وروسته دى چې تر ۳۵ کاندیدانو د کاندید له نوملړ و ایستل شول او په غبرګون کې دا ډول ځىنې کاندیدانو مختلفو سىمو کې د دې کمېسون د دفترونو مخ ته اعتراض وکړ.خو ښاغلى سادات وایی، له دوى سره ژمنه شوې چې دغه خنډونه به تر راتلونکو ىو دوه ورځو له مخې لرې کړاى شی.

د یوبل خبر له مخې:د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمىسىون چارواکی وایی چې امنىتی ادارو د کمىسىون د مرکزی دفتر او ىوشمىر ولاىتی دفترونو د خلاصېدو ډاډ ورکړى.د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون چارواکی وایی: هىله لری چې د دې کمېسىون کارونه به په روانه اوونۍ کې بیا پىل شی.د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون وىاند سىدحفىظ الله هاشمی وړمه شپه   آزادۍ راډىو ووىل، چې امنىتی ادارو دوى ته ډاډ ورکړى چې د کمېسىون د مرکزی او ولاىتی دفترونو د خلاصولو په هدف به ىولړ اقدامات عملی کړی. ښاغلی هاشمی په دې اړه نور جزىىات څرګند کړل:(( دې اعتراضونو او په مرکز او ولاىتونو کې زموږ د دفترونو بندېدو د افغانستان خلک هم اندېښمن کړی دی، خو هىله من ىو چې د دې اوونۍ په پىل کې چې نن  سبا به وی، انشاالله دا ستونزه به حل کېږی. دا د حکومت دنده او مسوولىت دى چې او د هغو وعده هم دا ده چې د روانې اوونۍ په پىل کې- د شنبې، ىکشنبې په ورځو به دا دفترونه خلاصېږی.))د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون وىاند زىاته کړه،  چې په مرکز او ځىنو ولاىتونو کې د دوى د دفترونو بندىدو د کمېسىون په چارو کې ځنډ پېښ کړى دى.د ولسی جرګې د انتخاباتو د کاندىدانو له وروستی فهرست څخه د ۳۵ اىستل شوىو کسانو له ډلې د ځىنو پلوىانو له شاوخوا دوو اوونىو راهىسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون مرکزی دفتر او په ىوشمېر ولاىتونو کې ولاىتی دفترونه بند کړی دی.دوى وایی، چې د اىستل شوىو کسانو نومونه بىا د کاندىدانو په لېست کې شامل نه شی دوى به دا دفترونه خلاصېدو ته پرې نه ږدی.د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون وىاند وایی: د هېواد په اتو ولاىتونو او له هغې ډلې په بدخشان، کندوز، بامىان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون ولاىتی دفترونه د همدې معترضانو له خوا بند شوی دی.مولوی تره خېل محمدی د هغو ۳۵ کسانو له ډلې دى چې نومونه ىې د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون د مىزان د ۲۸مې د انتخاباتو له وروستی فهرست څخه اىستلی دی.د نوموړی پلوىانو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون د مرکزی دفتر مخې ته پرلت وهلى او د کمېسىون ور ىې بند کړى. ښاغلى محمدی وایی :د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون د ده او نورو کسانو نومونه له ثبوت پرته د کاندىدانو له فهرست څخه اىستلی. مولوی تره خېل وایی ،چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون مخې ته د ده د پلوىانو پرلت ىو مدنی حرکت او د دوى حق دى:((استغفرالله! موږ په زور نه ىو ورغلی، زموږ حرکت مدنی دى او د ولس غوښتنه دا ده،  چې باىد د انتخاباتو له کمېسىون څخه وغواړی چې له موږ څخه چې کوم شکاىتونه شوی، ثبوت دې ترې وغواړی چې موږ ىې په کومو دلاىلو حذف کړی ىوو او دا ثبوت دې د رسنىو له لارې ملت ته ښکاره کړی.))د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون د زمری ىا اسد په نولسمه نېټه د ۳۵ کسانو نومونه د ولسی جرګې د کاندىدانو له لېست څخه واىستل او وروستى لېست ىې د انتخاباتو خپلواک کمېسىون ته وسپاره.د شکاىتونو کمېسىون وایی، چې دا پرىکړه ىې په خپلواک ډول او له قوانىنو سره سمه کړې ده. په پام کې ده چې د ولسی جرګې او ولسوالىو د شوراګانو انتخابات سږکال د تلې ىا مىزان د مىاشتې په ۲۸ نىټه ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید