روزنامه هیواد

د ټولګټو پروژو تخریب؛ طالبانو پکتیا کې د سلام دوه مخابراتی پایې سوځولی

 پنځم خبر په پکتیا کې حکومتی چارواکی وایی، چې وسلوالو طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په دې ولایت کې د سلام مخابراتی شبکې دوه آنتونونه تخریب او سوځولی دی.د پکتیا د مخابراتو او معلوماتی تېکنالوژۍ رییس عبدالله طوطاخېل پرون وویل، چې یو آنتن وړمه ورځ په میرزکه او بل وړمه ورځ په  سید کرم ولسوالۍ کې تخریب شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې په سیدکرم کې د سلام مخابراتی شبکې آنتن په بشپړه توګه نړیدلی او د میرزکې سوځیدلی ولاړ دی.د مخابراتو او معلوماتی تېکنالوژۍ رییس عبدالله طوطاخېل وویل، چې له دواړو آنتونونو څخه سولر او بیټرۍ هم وسلوالو طالبانو له ځان سره وړی دی.په پکتیا کې د سلام مخابراتی شبکې مسوول انجنیر رحیم الله عابد په دې اړه وویل، چې پر دواړو آنتونونو شاوخوا دری سوه زره ډالر لګښت شوی و.ده وویل، چې په میرزکه کې د سلام مخابراتی شبکې آنتن د ولسوالۍ له ودانۍ نه شاوخوا دری کیلومتره لرې کورونو ته نږدې ولاړ دی او په سیدکرم کې د سلام مخابراتی شبکې آنتن د دغه ولسوالۍ د چینو په سیمه کې په کور کې فعال شوی و.ده زیاته کړه: له دې کبله چې دا یوه عام المنفعه پروژه ده، په کار ده، چې نه یواځې تخریب نشی، بلکې ساتنه یې باید هم وشی.انجنیر رحیم الله عابد زیاته کړه: ((دا کار له وسلوالو طالبانو پرته بل څوک نه کوی، ځکه د ده پر وینا: سل دوه سوه وسلوال کور ته اوړی، آنتن سوځوی او چپه کوی او ځینې وسایل یې له ځان سره وړی.))، خو تر اوسه د دغو دوو آنتونونو د تخریب او سوځولو مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی او نه وسله والو طالبانو هم تازه په دې اړه څه نه دی ویلی.دا دوه آنتنونه په داسې مهال کې تخریب کېږی چې تر دې وړاندې یې سلام مخابراتی شبکې ته طالبانو خبرداری ورکړی و، چې که د دوی له لوری ورکړل شوی اصول مراعات نه کړی، نظامی هدف به وګرځول شی.عمران احمدزی

ممکن است شما دوست داشته باشید