روزنامه هیواد

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په لومړۍ ورځ ۵۰۰۰ شکایتونه رسېدلی

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې ۵۰۰۰ شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ته رسېدلی دی.د دغه کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ وویل چې یوازې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ۴۰۰۰ شکایتونه ثبت کړل.مېرمن کاکړ د دوشنبې په ماښام آزادۍ راډیو ته ویلی: (( د ټاکنو څارونکی د ټاکنیزو شکایتونو بهیر او د هغو ارزونه ډېره مهمه او برخلیک ټاکونکې ګڼی.))د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ /فیفا اجرائیوی مشر یوسف رشید وویل:
(( پرته له شکه شکایتونه چې خپل 
توضیحات ولری او مستند وی پر وروستیو شمېرو اغېزه لرلى شی، دا چې د کوم کاندید شمېرې ډېرې یا کموی او یا ټاکنې دویم دور ته بیایی، دا د شکایتونو له ارزونې وروسته اټکل کېداى شی.))د ټاکنو د  شکایتونو د ارزونې د بهیر روڼوالى  نړیوالو شریکانو ته هم د اهمیت وړ دى.په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازی غوښتی چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون باید د قانون پر اساس د ټاکنو اړوند هرشکایت و ارزوی.د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلی چې په مسلکی او بی طرفانه ډول د شکایتونو د ارزونې په برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو د کار ملاتړ کوی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتی چې د شکایتونو په برخه کې په مسلکی او شفاف ډول قضاوت وکړی.په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر ټوېټر لیکلی چې د وروستیو پایلو تر اعلام پورې ډېر کارونه پاتې دی.د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو خپلواک کمېسیون ویاندې زرمینې کاکړ ټولو اړخونو ته د خپل کار د شفافیت او قانونولۍ په اړه ډاډ ورکړ .د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو درى ورځنى بهیر د دوشنبې په ورځ پیل شو.د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو دکمېسیون د دغه بهیر  د پر مخ وړلو او ټولو شکایتونو د ارزولو لپاره ۳۹ ورځې وخت لری.دا کمېسیون د شکایتونو له ارزونې وروسته خپله وروستۍ پرېکړه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکوی.د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له شاوخوا درى میاشتنې ځنډ وروسته د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام کړې.د دغه کمیسیون په وینا محمد اشرف غنی د (۵۰ ) اعشاریه ۶۴ فیصده رایو په اخیستلو په لومړی او عبدالله عبدالله د (۳۹) اعشاریه۵۲ فیصده رایو په اخیستلو په دوهم کتار کې راغلی دی.د تلې د ۶ مې د ولسمشرۍ ټاکنو ته دیارلس کسان سیالۍ ته ودرېدل.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید