روزنامه هیواد

د ټاکنو کمېسیون : ۱۳۷ زره رایې سمې دی، د چا په فرمایش یې باطلولی نه شو

د ټاکنو کمېسیون وایی: ۱۳۷ زره رایې چې کاندیدان یې باطلېدل غواړی، انالوګ نه دی،بلکې بایومتریک رایې دی او دوی ته اعتبار لری. د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وایی، دوی له چا نه ډارېږی،  نه هم د کومې مشخصې ډلې فرمایشونه منلی شی. نوموړې وړمه غرمه په خبری کنفرانس کې ویلی، دوی هغه رایې چې بایومتریک وې، ټول معلومات یې بشپړ وی، نه شی کولی چې هغه رایې باطلې کړی: (( په ۲۶ ولایتونو کې مو د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې، په یو ولایت کې روانه ده، خو متاسفانه په ۷ ولایتونو کې د اعتراض له کبله ولایتی ټاکنیز دفترونه تړل شوی دی.))

نوموړې ویلی: له ټاکنیزو ټیمونو سره یې له سلو زیاتې غونډې نیولې او ټول لوری یې له وروستیو اقداماتو څخه باخبره ساتلی دی: (( له ټاکنیزو ډلو هیله کوو، چې زموږ مخه مه نیسئ، زموږ کاری ټیمونه خپل کار ته پرېږدئ، پایلې به شفافې اعلاموو او زموږ په کار به راتلونکی نسلونه قضاوت کوی.)) نوموړې ویلی، کمېسیون په خپلواک ډول عمل کوی، د چا تر فشار لاندې نه راځی او ژر به ټاکنیزې پایلې اعلام کړی، خو دا په داسې حال کې ده چې دوه ځلې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د نېټې تر ځنډېدو وروسته کمېسیون لا بله نهایی نېټه د لومړنیو پایلو د اعلام لپاره نه ده اعلام کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید