د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر کاندیدانو لخوا د ټاکنو د تحریم په تړاو ویلی، ټاکنې به حتی که دوه کاندیدان هم ورته پاتې شی، ترسره کړی.
د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی وایی، ولسمشریزو ټاکنو ته ټولې تابیاوې نیول شوې او عملیاتی پروسه یې په چټکۍ روانه ده.
نوموړی وایی، کمېسیون د ۱۸ کاندیدانو تر منځ ټاکنیزې سیالۍ ته چمتو دی خو که ټول کاندیدان ټاکنې تحریم کړی او یوازې دوه کاندیدان پاتې شی، بیابه هم دوی ټاکنې وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ کاندیدانو شورا چې ۱۲ کاندیدان په کې راټول دی، تر دې وړاندې ګواښ کړی و که غوښتنې یې ونه منل شی راتلونکې ټاکنې به تحریم کړی.