روزنامه هیواد

د ټاکنو کمېسیون: په یو شمېر ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د رایو بیا شمېر او تفتیش بهیر پیل کړى دى. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خبرپاڼه کې وایی، چې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس یې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړى او د معلوماتو پر بنسټ یې په سرپل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د رایو بیا شمېر نې او تفتیش بهیر بشپړ شوى دى.د شکایتونو کمېسیون د خپلو پرېکړو په لړ کې یو شمېر محلونه بیا شمېرنې او تفتیش ته ورکړی وو، چې اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوری دغه بهیر پیل شوى او په ځینو ولایتونو کې پاى ته رسېدلى دى.د پنځو میاشتو په تېرېدو لاهم د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې ندی اعلام شوې.د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه وشوې او تر درى میاشتینی ځنډ وروسته یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلام کړې.د لومړنیو پایلو پر بنسټ د دولت جوړونکی ټیم مشر اشرف غنی ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو مخکښ کاندید اعلام شو او تر هغه وروسته عبدالله عبدالله دویم مقام دى چې ډېرې رایې یې خپلې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید