روزنامه هیواد

د ټاکنو په بریالیتوب کې د رسنیو رول مهم دی

د کندهار والی وایی: په کندهار کې د ۱۳۹۸ ل کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړچمتووالی نیول شوی او زیاتوی، چې دا ځل به په  ټاکنو کې د زورواکو د مداخلې هېڅ امکان نه وی.

د چهار شنبې  په ورځ  په کندهار کې د ۱۳۹۸ل کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د کندهار د خبریالانو د مرکز (KJC)، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د ولایت د مقام، د ولایتی ادارو د رییسانو، رسنیو، مدنی ټولنو او امنیتی مسوولینو تر منځ د همغږۍ غونډه و شوه.په دې غونډه کې د کندهار والی حیات الله حیات د ټاکنو د اهمیت تر څنګ وویل : د ټاکنو په ورځ باید دولتی مسوولین، رسنۍ، د ټاکنو د څار بنسټونه، مدنی فعالان او امنیتی مسوولین خپله ملی وجیبه په سم ډول تر سره کړی.دی وایی: د دوی په شمول به هېڅ څوک په ټاکنو کې مداخله و نه کړی او زیاته یې کړه، چې د دوی مسوولیت دی، چې د ټاکنو لپاره خوندی چاپېریال برابر کړی. حیات وایی: د ټاکنو لپاره په ټولو برخو کې لوړ امنیتی او لوجستیکې تدابیر نیول شوی. ده وویل: (( موږ د ټولو امنیتی مسوولینو، د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو او دملی  امنیت د مسوولینو تر منځ جلسه درلوده. دوی ډاډ راکړ ،چې د ټاکنو په ۱۶۹ مرکزونو کې به ټاکنې وشی.))د کندهار والی همدا راز د رسنیو او مدنی ټولنو په اړه وویل: دوی د ولسونو د هڅونې په برخه کې دروند مسوولیت لری. دی وایی: چې رسنۍ د ټولنې سترګې دی او مدنی ټولنې د خلکو آواز دی. د ده په وینا: (( که چېرې رسنۍ، مدنی ټولنی او د ټاکنو د څار بنسټونه لاس سره یو کړی، د هر ډول فریب او درغلۍ مخه به ونیول شی.))د کندهار والی وویل : د ټاکنو په  ورځ به د ولایت مقام کې د شکایتونو او ستونزو د اورېدو لپاره د امنیه قوماندانۍ، ملی امنیت، قول اردو او دټاکنو د ملی بنسټونو له مسوولینو څخه د ټاکنو د سوق او ادارې یو مرکز هم جوړ کړی؛ چې ژر تر ژره هغو شکایتونو او ستونزو ته رسیدګی وکړی ،چې د خلکو له خوا ورته ویل کېږی.په دې غونډه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب دکمېټې مسوول او د کندهار د خبریالانو د مرکز مشر احمدلودین هم د ټاکنو پر اهمیت اوپه دغې ورځ د رسنیو پر مسوولیت خبری وکړې.نوموړی وویل: رسنۍ مسوولیت لری ،چې د ټاکنو په اړه د خلکو ذهن روښانه کړی او خلکو ته وخت پر وخت معلومات ورکړی. لودین وویل: (( دا چې ټاکنو ته څو ورځی پاتې دی، له ټولو دولتی او امنیتی مسوولینو څخه غوښتنه کوو، چې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت دقیق معلومات ورکړی او د ټاکنو اړوندو ستونزو ته یې لاسرسی وکړی.)) په پای کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس، د خبریالانو، مدنی ټولنی او قول اردو د استازو تر منځ یو پنل جوړ سو او د خلکو هغو پوښتنو ته ځوابونه وویل سول چې د ټاکنو او اړوندو بنسټونو په اړه وو. ټاکل سوې ده چې د میزان پر ۶ په هېواد کې د ۱۳۹۸ ل کال ولسمشریزی ټاکنې تر سره سی.

ممکن است شما دوست داشته باشید