روزنامه هیواد

د ټاکنو پرضد د ناوړو هڅو مخنیوى دې وشی!

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه، هر یو کس او ناکس، هر څه وایی، په داسې حال کې،چې ټاکنې د ولس اراده او د قانون له مخې ملی پروسه ده، چې د روانې تلې په ۶ مه په ښه توګه وشوې، حال دا چې دښمنو لوریو د ترهګرو او طالبانو په واسطه هڅه کوله، چې د دې ټاکنو مخینوى وکړی او هغوى ملت ته سخت خبردارى ورکړى وو، چې په ټاکنو کې له ګډونه لاس واخلی، که نه نو ترهګریز بریدونه به پرې وکړی، خو له نېکه مرغه، کورنیو ځواکونو د دغو ترهګریزو بریدونو مخنیوى په پوره مېړانه وکړ او دا چې ولس په دغه راز خطرناک حالت کې ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ، نو دا بیا په نړیواله کچه خلک حیران کړل او ټولو پر افغان ولس شاباسى ووې، چې د ترهګریزو بریدونو پروا یې ونه کړه، را ووتل او د ولسواکۍ د تحقق او دوام لپاره یې رایې ورکړې. دې ته په کتو سره باید د ولس دغه تصمیم نتیجه ورکړی او دا اوس په ټاکنیزو کمېسیونونو پورې اړه لری، چې هغوى د قانون له مخې پر دغه ولسواک تصمیم قضاوت وکړی. البته دا د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده هم نه ده، چې دا ټاکنې لغوه اعلام کړی او یا یې باطلې کړی، همدا راز ټاکنیز کمېسیونونه هېڅ لاسوهنه هم په ټاکنو کې نه شی کولى او د خپلې خوښې کوم کاندید هم بریالى اعلامولى نه شی، بلکې یوازنى د ملت تصمیم مهم دى، چې هم قانونی او هم تصمیم نیوونکې بڼه لری! نو ټاکنیزو کمېسیونونه ملی او قانونی مسوولیت لری، چې د ټاکنو پایلې اعلام او افغانستان له سخت بحرانه وژغوری. موږ د ټاکنیزو کمېسیونونو هغه تصمیم چې که هر څوک په ټاکنو کې لاسوهنه وکړی، عدلی او قانونی ارګانونو ته به یې معرفی کړی، ستایوو، دا جرم دى او د دغه جرم لپاره سزا هم ټاکل شوې ده، دلته هر څه روښانه دی، یوازې او یوازې عمل په کار دى او هغه هم جدی عمل! همدا رنګه د افغانستان حکومت په تېره بیا عدلی او قضایی ارګانونه باید په ټاکنو کې د هر لاسوهنکی مخنیوى وکړی، حکومت باید د ټاکنیزو کمېسیونونو کارکوونکی هم د دندې او هم له دندې په خارجه فضا کې وساتی او د سر او مال ساتنه یې پر هغوى قانونی حق دى، دا خبرې ځکه مهمې دی، چې د راى شمېرنې بهیر پیل شوى او د شکایتونو د ارزونې له مخې باید پاکې له ناپاکو رایو بېلې شی. دا بهیر خپل وخت لری او باید مسوولین یې په سړه سینه بشپړ کړی. که یې لږ نوره هم روښانه کړو، ټاکنیز کمېسیونونه په خپله محدوده او حاکم دولت بیا په خپله محدوده کې په دې اړه قانونی مسوولیتونه لری، چې خوندی فضا را منځته او د هر خطر مخنیوى وکړاى شی! له ډېره بده مرغه،چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا پرون په خبری غونډه کې وىلی، تېرې ټاکنې برىالى کاندید نه لری او اوس له بحرانه د افغانستان د اىستلو لپاره درېـىم انتخاب په کار دى. دغې شورا د درېـىمې لار او انتخاب په تړاو څه ونه وىل خو زىاتوی چې له نورو ملی او خلکو ته وفادارو سىاسىونو سره د ټاکنىز بحران د مهار لپاره په درېـىم انتخاب ګډ کار کوی. همدا راز د دښمنو هېوادنو په واسطه نورې مغرضې کړۍ هم د ټاکنیزې لړۍ د بدنامولو او لغوه کولو هڅو ته زور ورکړى دى. دا کړۍ په ښکاره توګه د ولس د ارادو او قانون پرضد را پورته شوې دى، چې دا ټاکنې بې پایلې او هېواد د بحران کندې ته ورټېل وهی!؟ حکومت باید د دې کړیو مخنیوى وکړی او د قانون او ملی تصامیمو په جرم یې پر خپله جزا ورسوی! اندېښنه دا ده،چې هر یو کس او ناکس را ولاړېږی او د ولس پر ارادو ملنډې وهی او قانون تر پښو لاندې کوی، که د دغو کسانو په خپل وخت مخنیوى ونه شی،نو اړوند ارګانونه به بیا له خپلو دندو د غفلت پر پړه، ملت او قانون ته ملامت وی!

ممکن است شما دوست داشته باشید