روزنامه هیواد

د ټاکنو لپاره پوره تیارى نیول شوى

  په پام کې دی ،چې د راتلونکې شنبې په ورځ په افغانستان کې پارلمانی ټاکنې وشی. د دغو ټاکنو لپاره پراخ تیارى نیول شوى. هم ولس په ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره تیار دى او هم له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنه دا ده،چې د روانې تلې میاشتې په ۲۸ مه دشنبې په ورځ به پارلمانی ټاکنې وشی. د ټاکنو کمېسیون هم وایی ، چې د ټاکنو ټول حساس او غیر حساس وسایل او بایو میتریک دستګاوې له ټولو ملحقاتو سره ولایتونو ته رسېدلی او ولسوالیو او ټاکنیزو مرکزونو ته یې هم د لېږد پروسه پیل شوې ده. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمی پرون خبریالانو ته وویل، چې په ټاکنو کې د بایومیتریک کارولو لپاره کمېسیون ۲۱ زره کارکوونکی روزلی او لا هم دغه روزنه دوام لری. بل پلو د ټاکنو ناظرین هم ګومارل شوی دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، چې د تلې په ۲۸ مه به ۲۳۵ زره ناظرین چې ۱۹ یې نړیوال ناظرین دی، د ولسی جرګې له ټاکنو څخه نظارت وکړی: ((۱۰۷ بنسټونو، چې سیاسی ګوندونه، مدنی بنسټونه، سفارتخانې او د ټاکنو د څار بنسټونه پکې شامل دی، د نظارت لپاره د ټاکنو له کمېسیون سره نوملیکنه کړې ده. ۲۳۴ زره او ۵۱۴ کسانو د نظارت کارتونه اخیستی دی، له دې شمېرې څخه ۱۹ تنه یې نړیوال ناظرین دی.ښایی د دغو ناظرینو شمېره نوره هم لوړه شی.)) دې ته په کتو سره د راروانو پارلمانی ټاکنو لپاره ټول تیارى نیول شوى دى، خو مغرضې کړۍ لا هم هلې ځلې کوی، چې د ټاکنو مخه ونیسی او یا هم ټاکنې بدنامې کړی، دوى بیا هم د باىومیتریک څرنګوالى او یا نوعیت پلمه ګرځوی ، خو بایومیتریک د ګوندونو د سترې غوښتنې په توګه د دغو ټاکنو لپاره کارېږی او ولس ته ډاډ ورکول کېږی، چې بایومیتریک سیستم د ټاکنو په روڼوالی کې یوازنۍ وسیله او یا نوې ټکنالوژی ده، دا غوره ده، چې افغانان هم د لومړی ځل لپاره له دې ټکنالوژۍ ګټه پورته کوی، بل لورى د هرې ډلې ناظرین او خپله د ګوندونو ناظرین له شک پرته د ټاکنو روڼتیا تضمینوی، که حتى بایومیتریک هم نه وی، نو بیا بې پرې نظارت د ټاکنو روڼتیا تضمینولى شی! دلته هېڅ پلمه نه پاتې کېږی، چې د ټاکنو مشروعیت دې تر پوښتنې لاندې راوستل شى، خو که دا کړۍ هر څومره ناوړو تبلیغاتو ته زور ورکړی، د ټاکنو مخنیوى نه شی کولى او نه یې هم ځنډولى شی، د دې کار لپاره پوره چمتوالى نیول شوى او دا ټاکنې به په خپل وخت وشی، خو په یو شمېر سیمو کې به دا ټاکنې ونه شی، ځکه هلته امنیت نه شته، خو د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړى قانونی حل په پام کې نیول شوى دى. په هر حال پارلمانی ټاکنې ډېره مهمه او ستره تاریخی مسئله ده، افغان حکومت هم دې ته په کتو سره له ټاکنو پرته بله هېڅ لاره نه وینی، ولس هم نور نه غواړی، چې په پارلمان کې دې داسې کسان وی، چې د دوى رښتینې استازولی ونه شی کړاى، بلکې بدلون ته ستره اړتیا ده او دا بدلون به هم ژر راشی،نو د مغر ضو کړیو ناوړه تبلیغات به هېڅ د دغو ټاکنو مخنیوى ونه شی کړای، خو دا کړۍ به نورې هم ځانونه رسوا کړی، چې د چا اود کوم تاریخی دښمن په لمسون د ټاکنو د ځنډ او په مخ کې یې د خنډ راولاړولو هڅې کوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید