روزنامه هیواد

د ټاکنو قانون  تر پښو لاندې کوونکی  نوماندان دې په نښه او مجازات شی

  د رسنیو له لارې دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ اودځینو عینی شاهدانو اومدنی فعالانو له قوله ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو ته ځینو فرصت غوښتونکو ،قانون ماتوونکو او خپلسرو نوماندانو اوکاندیدانو د نېکمرغه لوى اختر اودغه راز دهېواد د خپلواکۍ دبېرته ګټلو د ۹۹ یمې کالیزى دنمانځلو له فرصتونو څخه په  ناوړه ګټې اخیستلو سره خلکو ته دمبارکیو دوړاندې کولو په ترڅ کې په غیر مستقیمه توګه دخپلو ګټو او دخپلو سیالو کاندیدانو په زیان دټاکنو لپاره دټاکنیزو منډو ترړو او د انتخاباتی کمپاینونو دټاکلې نېټې له رارسېدو مخکې خپل عکسونه اوتبلیغاتی پاڼې دکابل ښار په ګډون دهېواد د سترو ښارونو پرڅلورلارو، سترو واټونو اودخلکو له ګڼې ګوڼې څخه په نورو ډکو سیمو کې ځړولی دی چې دټاکنو دواړه کمېسیونونه باید دهېواد له امنیتی ارګانونو سره په پوره همغږۍ دغه ډول خپلسری نوماندان ژر ترژره په نښه او دجزا لپاره دې دقانون منګولو ته وسپارى، یادې پرنغدی جریمه محکوم کړی اویادې اخطاریې ور وسپاری او یادې ددوى نومونه دنوماندانو له نوملړ څخه وباسی اوله دې لارې دې دټاکنو قانون ته پرې دعمل جامه ورواغوندی اوپه دې توګه دې دولسواکۍ دیوې سترې لاس ته راوړنې  په توګه په هېواد کې رڼو، آزادو، عادلانه او سراسری ټاکنو ته زمینه برابره او دراى اچوونکو ، پرټاکنو دڅارونکو ډلو، مدنی فعالانو، سیاسی ګوندونو او ایتلافونو زړونه او باور ورخپل کړی، له دې پرته به دتېر په څېر له زیاتو درغلیو او ټګماریو څخه ډکې ټاکنې ترسره شی اوله دې لارې به داسی فاسد، فاسق او خاین نوماندان او کاندیدان دملت دکور په توګه پارلمان ته لاره پیداکړى چې دټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له خپلو خلکو او راى اچوونکو سره دخپلو ژمنو پرخلاف به تل دخپلو ناوړو شخصی ګټو په فکرونو اوسوچونوکې ډوب وی، پرضوابطو به روابطو او پرملی مصلحتونو به شخصی مصلحتونو ته ترجیح ورکوی اوله دې لارې به د افغانستان دکلونو کلونو دسولې ارمانجن اوجګړه ځپلی خلک هم دفقر، بېکارۍ ناامنیو اوکډوالیو په څېر دزیاتو بدمرغیو ژورو کړنګونو ته پورې وهی ،رپوټونه وایی: دټاکنو کمېسیونونو هم دټاکنو لپاره دهېواد په سترو ښارونوکې ددغه ډول قانون ماتوونکو اوخپلسرو کاندیدانو دانځورونو اوخپلسرو تبلیغاتی پاڼو دځړولو او خپرولو په غبرګون کې په کلکه دا پتیلې ده چې دټاکنو له قانون څخه دغه ډول سرغړوونکی کاندیدان به په نښه کړی،له دوى سره به له سخت قانونى چلند څخه کارواخلی اوله دې لارې به په هېوادکې درڼو ، آزادو ، عادلانه او سراسری ټاکنو په اړه له خپلو خلکو سره شویو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندی.  په داسې حال کې چې دافغانستان خلک ،مدنی فعالان او پرټاکنو څارونکې ډلې او نورې بې پرې پرگنې د ټاکنو له قانون څخه دسرغړوونکو اوخپلسرو کاندیدانو په نښه کولو او دوی ته دسختې قانونی جزا دورکولو په اړه دټاکنو دخپلواک کمېسیون دقانونی اوپرځاى ګام پوره ستاینه او ننګه کوی، دا هیله هم لرى چې دټاکنو خپلواک کمېسیون هېڅ زورواکې ته دا اجازه ورنه کړی چې دخپل ځان او یا دخپلې خوښې کاندید په ګټه دټاکنو دخپلواک کمېسیون په چاروکې لاسوهنه وکړی او دټاکنو خپلواک کمېسیون دې له خپل پوره استقلالیت څخه ګټه واخلی.

پرتمین، همت یار

ممکن است شما دوست داشته باشید