روزنامه هیواد

د ټاکنو سرغړوونکی به څارنوالۍ ته وروپېژندل شی

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چارواکی واىی، هغه کسان چې د ټاکنو په ورځ د نابىومټرىک شوىو راىو په کارولو کې لاس ولری، عدلی او قضایی ارګانونو ته ورپېژندل کېږی.

ددغه کمېسیون ىوه غړی مولانا محمد عبدالله پرون خبری غونډې ته ووىل، دوى د کمېسیون د ټولو ولاىتی دفترونو له مسوولانو غوښتی چې د راى ورکونې د هغو محلونو په اړه راپور ورکړی چې بىومټرىک پکې نه دى کارول شوى او ىا زورواکو پکې د صندوقونو ډکولو په ګډون غىرقانونی کړنې کړې دی.

ښاغلی عبدالله ووىل، که اړوند ولاىتی مسوولان د سرغړونو په اړه راپور ورنه کړی او د ارزونو پرمهال درغلی ثابته شی، نو دغه مسوولان به عدلی او قضایی ادارو ته وپېژندل شی.

وړاندې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ټىنګار کړى چې ىوازې بىومټرىک شوې راىې ورته د اعتبار وړ دی.

د افغانستان دټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د مېزان د ۶مې په ولسمشرىزو ټاکنو کې، شاوخوا دوه مىلىونه او ۷۰۰ زره کسانو ګډون وکړ.

د ولسمشرۍ ځىنې کاندىدان واىی، د مېزان د ۶ مې نېتې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او نابىومټرىک شوې راىې کارول شوې دی. په ټولنىزو رسنىو کې هم ځىنې وېډىوګانې خپرې شوې چې ظاهرا ځىنې کسان د مشخصو کاندىدانو په ګټه درغلی کوی.

د ټاکنو کمېسیون وىلی چې دا وېډىوګانې به وارزوی.

ده ووىل، د ټاکل شوی مهالوېش له مخې به د رایو د شمېرنې بهىر پیل شی.

د ټاکنو کمېسىون کمېشنر ووىل، تردې مهاله د ۲۱ زره محلونو د نتاىجو فورمې دوى ته په برېښنایی ډول رسېدلې دی. ده هىله وښوده چې د دغو دستګاوو تر رسېدو وروسته به معلومات په مستقىم ډول مرکزی سرور ته انتقال شی.

د ښاغلی عبدالله په خبره، په لومړی سر کې بىومټرىک شوې راىې کمېسیون ته د اعتبار وړ دی او وروسته به دغه راىې هم تصفىه کېږی چې سرغړونه پکې نه وی شوې.

په پام کې ده د افغانستان د ولسمشرىزو ټاکنو لومړنۍ پاىلې د مېزان په ۲۷مه اعلام شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید