روزنامه هیواد

د ټاکنو د ملاتړ نړیوالې ډلې پر کاندیدانو غږ کړى چې د ټاکنو پایلې ومنی!

د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې (ESG) د افغانستان د انتخاباتو پر کمېسیون ټىنګار کړى چې په شدت دې کار وکړی ،چې د انتخاباتو د پاىلو په اعلام کې د نور ځنډ مخه ونىول شی.د ټاکنو د ملاتړ ډله (ESG) د افغانستان د انتخاباتو له کلىدی بسپنه ورکوونکو څخه جوړه ده چې په کې د ىوناما په شمول، اروپاىی ټولنه، د استرالىا حکومت، جرمنی، اىټالىا، جاپان، ناروې (چې د شمالی اروپا استازىتوب کوی)، برىتانىا، د امرىکا متحد اىالتونه – همداراز ناټو هم شامل دی.د ټاکنو د ملاتړ دې ډلې وړمه ورځ په اعلامىه کې وىلی چې پر انتخاباتی کمېسیونونو د افغانانو د راىو د ساتونکو په توګه کلک ټىنګار کوی چې د افغانستان خلکو ته د انتخاباتو د نتاىجو او د راىو د تفتىش د پروسې په اړه دقىق او پر وخت معلومات وړاندې کړی.د انتخاباتو د ملاتړ ډلې په دې اعلامىه کې همدا راز وىلی، د راىو د شمېرنې په اړه د ځىنو کاندىدانو او د هغوى د ملاتړیو پرځاى اندېښنو ته په پام، له ټولو کاندىدانو خپله پخوانۍ غوښتنه تکراروی چې د انتخاباتو قانون او د چلند هغو اصولو ته دې درناوى وکړی چې دوى لاسلىک کړی، او له هر هغه عمل او بىان څخه دې ډډه وکړی چې دې پروسې ته زىان رسوی.د انتخاباتو د ملاتړ ډلې په ټولو کاندىدانو ټىنګار کړى چې د راىو د بىاشمىرنې او څېړنې بهىر سره ملاتړ وکړی او د انتخاباتی بې نظمىو په اړه دې خپلې اندېښنې د انتخاباتی شکاىتونو د کمېسیون د رسمی پروسې له لارې راپورته کړی.د افغانستان د انتخاباتو ملاتړیو همدارنګه د انتخاباتو پر کمېسیون هم ټىنګار کړى چې د کاندىدانو اندېښنو ته دې هم پر وخت او روښانه توګه ځواب ووایی.همدا رنګه اروپاىی ټولنې هىله ښودلې چې د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو لومړنۍ پاىلې ژر تر ژره اعلام شی او پر ټولو اړخونو ىې غږ وکړ چې دا پاىلې ومنی.د اروپاىی ټولنې د بهرنی سىاست رییسې فدرىکا موګرېنی په بروکسل کې د اروپاىې ټولنې د بهرنىو چارو وزىرانو تر غونډې وروسته دا خبره وکړه. د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات او د هېواد د سولې پروسه د دغې غونډې د اجنډا دوې مهمې مسئلې وې.آغلې موګرېنی د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۱۱مه) له آزادۍ راډىو سره په خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د سولې د مذاکراتو د پىلېدو لپاره مهم وبلل.هغې دا هم ووىل چې د انتخاباتو د لومړنىو پاىلو په جنجالی کولو سره به ىوازې هغه کسان ګټه وکړی چې د افغانستان ډموکراسی نه‌غواړی او د سولې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د ىوه مشروع حکومت د جوړېدو چارې کمزورې کوی.مېرمن موګرېنی وایی: ((که چېرې د انتخاباتو نتاىج ونه‌منل شی او په ىوې طرىقې تر پوښتنې لاندې راوستل شی او ىو کړکېچ ترې جوړ شی، نو دا به ىوازې د هغو کسانو په ګټه وی چې په افغانستان کې د ډموکراسۍ پر بهىر پانګونه نه‌کوی او د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د ىوه مشروع حکومت لىدلورى کمزورى کوی.))آغلې موګرېنی دا هم وىلی چې ځىنو نىمګړتىاوو ته په کتو چې د ولسمشرۍ دانتخاباتو د لومړنىو پاىلو د ځنډېدو لامل شوی، دا خبره به ښاىی سمه نه‌وی چې ګواکې افغانستان په تارىخ کې تر ټولو ښه انتخابات درلودل، خو د هغې په خبره ډموکراتىکې پروسې کله نا کله پېچلې وی او وخت نىسی.په عىن وخت کې د اروپاىی ټولنې دغې لوړپوړې چارواکې د افغانستان انتخابات د سولې د مذاکراتو ىوه پىلامه بللې، نو ځکه‌ىې پر ژر ترسره کېدو ټىنګار کوی .

مېرمن موګرېنی زىاتوی: (( موږ غواړو سىاسی کړۍ له هغو هڅو سره ىوځاى شی چې غواړی د سولې ىوه مناسبه رسمی پروسه چې تر انتخاباتو وروسته د مشروع حکومت او طالبانو ترمنځ وی، پىل شی او نړىواله ټولنه او ځىنې سىمه‌ىىز لوبغاړی ىې په سمه توګه ملګری وی. په دې کې موږ د اروپاىی ټولنې رول وىنو. موږ په دې اړه پټه اجنډا نه‌لرو. زموږ ىوازنۍ لېوالتىا په سوله، امنىت، ثبات او د افغانستان د خلکو حقونه دی او په دې برخه کې موږ همکارۍ ته چمتو ىوو.))په همدې حال کې ملګرو ملتونو او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تموىلوونکو هېوادونو ىوې ډلې هم د دوشنبې په ورځ پر ىادو کادیدانو ټىنګار وکړ چې د انتخاباتو بهىر زىانمن نه‌کړی.دې ډلې چې د امرىکا متحد اىالتونه، اروپاىی ټولنه، ناټو او ملګری ملتونه په‌کې شامل دی او د انتخاباتو د بهىر ملاتړی دی، په ىوې اعلامىه کې وىلی چې د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو کاندىدان باىد د انتخاباتو قانون ته درناوى وکړی او له هر هغه اقدامه ډډه وکړی چې دا بهىر تر پوښتنې لاندې راوستلى شی.دې ډلې دغه‌راز پر کاندىدانو ټىنګار کړى چې د راىو د بىا شمېرنې او ارزونې له بهىر سره همکاری وکړی.دا غوښتنې وروسته له هغه شوی چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتی ټىم د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون پر هغې پرېکړې انتقاد کړى چې د څه باندې ۸۰۰۰ محلونو د راىو د بىا شمېرنې په اړه‌ىې کړې ده.دغه کمېسىون وىلی: په پوره شفافىت به راىې بىا وشمېری او تر هغه وروسته د راىو د تصفىې مرحله پىلوی چې پاکې او ناپاکې راىې سره جلا شی.د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا چې له محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله پرته ۱۲ تنه‌ىې غړیتوب لری، هم د دوشنبې په ورځ په خبری غونډه کې وىلی چې د تقلبی راىو پاىله نه‌منی.په افغانستان کې د انتخاباتو نړىوال ملاتړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې د تلې په ۶ مه د انتخاباتو لومړنۍ پاىلې چې ټاکل شوې وه د تلې په ۲۷ مه اعلام شی، لا هم نه دی اعلام شوې. همدارنګه د راىو د بىا شمېرنې او سپىناوی پر سر روانو ناندریو او په دې برخه کې راغلی ځنډ ته په پام داسې اندېښنې هم شته چې ښایی د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډېدلې پاىلې د لړم په ۲۳ مه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر ځنډ وروسته د ابتدایی پاىلو د اعلام لپاره بله نېټه ټاکلې هم اعلام نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید