روزنامه هیواد

د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو هڅې

د پاکستان ولسمشر عارف علوی له خپل ترکمن ساری قربان قُلی بیردی محمدوف سره په تلېفونی خبرو کې د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان ولسمشر عارف علوی له خپل ترکمن ساری قربان قُلی بیردی محمدوف سره په تلېفونی خبرو کې د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه. ده وویل: دا پروژه به د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړی.علوی او بیردی محمدواوف د ټاپی ترڅنګ د ټاپ یا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد د پروژې په اړه هم خبرې وکړې.د پاکستان ولسمشر خپل ترکمن ساری ته د چین- پاکستان د اقتصادی کوریدور (دهلېز) په اړه وویل ،چې دا به د سیمې هېوادونه په ځانګړی ډول افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه له یو بل سره ونښلوی.ده د ګوادربندر د اهمیت په اړه وویل، چې دا بندر له تودو اوبو سره د ترکمنستان د وصلولو تر ټولو نږدې لار ده.دواړو مشرانو د ټاپی پروژې په برخه کې پر شوی پرمختګ رضایت وښود. پاکستان تراوسه په خپله خاوره کې د نللیکې کار نه دی پیل کړی، خو د ترکمنستان ولسمشر د پاکستان ولسمشر ته وویل، چې افغانستان پر دې پروژې په خپله خاوره کې ژر کار پیلوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید