روزنامه هیواد

د ټاپی پروژې تخنیکې کارونه د بشپړېدو په حال کې دی

د ټاپې پروژې په اړه د عامه پوهاوی غونډه چې د هلمند والی محمد یاسین خان هم په کې ګډون کړی و د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی ترڅنګ د دغه ولایت د واشېر او نهرسراج ولسوالانو ، ګڼو قومی مشرانو او عامو ولسونو هم ګډون درلود.

د هلمند والی وویل: د حکومت له لوری د ټاپې پروژې ټولې تخنیکی چارې د بشپړېدو په حال کې دی چې له دې وروسته به یې عملی
چارې هم پیل شی.

ښاغلی یاسین خان زیاته کړه: ولسونه د دې ملې پروژې ملاتړ کوی او د پلې کېدو پر مهال به یې په بشپړ ډول همکاری وکړی.

د هلمند والی محمد یاسین خان زیاته کړه: دا لویه او ملې پروژه چې خلک ورته شېبې شمارې،چې په عملی ډول پیل شی او د دې ترڅنګ به د دې پروژې په پلې کېدو سره د نورو آسانتیاوو ترڅنګ د هلمند زرګونو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شی.

همداراز د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی خلیل الرحمن ژوند هم د غونډی ګډونوالو ته د ټاپې پروژې د ورستیو اجراتو په اړه مالومات وړاندې کړل او داچې ټاپې لویه پروژه ده نو تخنیکی برخه یې ډېر وخت ته اړتیا درلود، چې اوس یې تخنیکی کارونه ورستیو پړاوونو ته رسېدلې.ژوند زیاته کړه: د پروژې په اړه څو ډوله سروې ګانې هم ترسره شوی ، چې اساسی مسایل یې وڅېړل شی او دې ته اماده شې چی عملې چارې هم پیل شی.

په دې جوړه شوې غونډه کې د هلمندی ولسونو یو شمېر پوښتنو ته د کانونو او پترولیم وزارت راغلې پلاوی جوابونه وویل ،چې خلک د ټاپې پروژې پر روانو کارونو پوره مالومات ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید