روزنامه هیواد

د ټاپی پروژه  د سىمې د ثبات لپاره ګټوره ده

په پاکستان کې د هند سفىر د ټاپی پروژه د ټولې سىمې لپاره مهمه وبلله، وىې وىل، چې که دا پروژه بشپړه شی، د سىمې په ثبات کې به ډېر ښه والى راشی. د  پاکستانی رسنىو د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د هند سفىر اې جی بسارىا ووىل، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللىکې پروژه د نوی ډىلی او اسلام آباد لپاره زىات اهمىت لری او دا پروژه د دوو هېوادونو اړىکې ښې کولى شی.د هند سفىر ووىل: د نوی ډىلی او اسلام آباد اړىکې خوند نه لری او تر څو چې دوه هېوادونه په خپل منځ  کې خبرې پىل نه کړی، اړىکې به ىې ښه نه شی.د هند سفىر ووىل، چې باىد چارواکی د ټاپی پروژې د تطبىق په لاره کې امنىتی ستونزو ته د حل لار ومومی.وسله والو طالبانو د سږ کال په پىل کې وىلی وو، چې ټولګټو پروژو ته تاوان نه پېښوی ،خو دې ډلې تر تېرو کلونو سږ کال لا زىات عام المنفعه تاسىسات وىجاړ کړی دی.دې ډلې ىوازې تېره اوونۍ په غزنی کې ۴ لوى او کوچنی پُلونه وىجاړ کړل.تمه ده چې دا پاىپ لاىن، چې ىوزرو ۸۱۴ کىلو متره اوږدوالى لری، د راتلونکی ۲۰۱۹ م کال تر پاىه بشپړ شی او د هند او پاکستان د انرژۍ ستونزې تر ډېره حده حل کړی.دا نللىکه د  هرات، کندهار، کوېټې او ملتان په شان له مهمو ښارونو څخه تېرېږی او بىا هند ته رسېږی.که دا پروژه بشپړه شی، سربېره پر دې چې میلىونونو افغانانو ته به ګاز په پخلی او د ځانونو په تودولو کې آسانتىاوې رامنځته کړی، افغانستان به د ترانزىټ له درکه د کال څه باندې ۴ سوه میلىون ډالره عاىد هم ترلاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید