روزنامه هیواد

د ١٩۵۴کنوانسیون د تطبیق په باب ملی مشورتی غونډه پاى ته ورسېده

د لاهې د ١٩۵۴ کنوانسیون او په هغه پورې د اړوندو پروتوکولونو د تطبیق په باب ملی مشورتی غونډه پرون په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معیین پوهاند محمد رسول باوری په مشرۍ پاى ته ورسېده . دغه غونډه دوه ورځې مخکې په هغو سیموکې چې جګړه پکې دوام لری، د فرهنګی میراثونو د ساتنې په باب د ١٩۵۴ کنوانسیون او د هغه د پروتوکولونو د تطبیق په باب د مشورې په خاطر جوړه شوې وه. د غونډې په وروستۍ ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رییس نورآغا نوری، د ملی موزیم رییس  فهیم رحیمی او په کابل کې د یونسکو او د سره صلیب استازو د موضوع په باب هر اړخیزې خبرې وکړې.د غونډې کار د پوهاند محمد رسول باوری له خوا مثبت وڅېړل شو.د غونډې په پاى کې برخه والو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او په کابل کې د یونسکو او سره صلیب  له دفترونو څخه وغوښتل چې په جګړه ځپلو سیموکې دې د فرهنګی میراثونو د ساتنې مسئله له اړوندو بنسټونو سره طرحه کړی.

باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید