روزنامه هیواد

د وړم کال په پرتله تېر کال د داعش برىدونه ۹۰سلنه ډېر شوی وو

برىتانوۍ ګارډىن ورځپاڼې لىکلی: سره له دې چې په نوره نړۍ کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله په ۲۰۱۸ کال کې د وړم کال په پرتله کمه وه، خو په افغانستان کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله ۳۶ سلنه ډېره وه. ورځپاڼه زىاتوی په دې هکله څېړنه ښىی چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ۴۲۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره ۳۱۱۹ تنه وه. د ورځپاڼې په خبره په نوره نړۍ کې بىا برعکس په ۲۰۱۷ کال کې ۳۱۹۰۴ تنو ته مرګ وژبله اوښتې وه خو په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۲۲۳۳۵ تنو ته ټېټه شوې او دغه راز په هغو برىدونو کې چې ملکی خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړی هم ۲۶ سلنه کموالى راغلى دى. ګارډىن لىکی: په افغانستان کې ملکی وګړو ته ۷۸ ( اته اوىا) سلنه مرګ ژوبله د ناچاودو توکو د چاودېدو او ۶۲ سلنه په ځانمرګو برىدونو کې اوړی. ګارډىن ورځپاڼه لىکی چې په افغانستان کې د داعش ډلې برىدونه په ۲۰۱۸ کال کې د وړم کال په پرتله ۹۰ سلنه ډېر شوی وو. ورځپاڼه همداراز وایی: په هوایی برىدونو کې هم د ملکی تلفاتو شمېر د وړم کال په پرتله تېر کال نږدې دوه برابره ډېر و. په دې مانا چې په ۲۰۱۷ کال کې ۲۳۸ تنه په هوایی برىدونو کې وژل شوی وو او په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر ۴۶۳ تنو ته لوړ شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید