د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د بادغىس ولاىت سفر کې وړم مازدىګر د دغه ولاىت د ولاىتی شورا له رییس او غړو سره وکتل. په پیل کې د بادغىس ولاىت د ولاىتی شورا رییس عبدالعزىز بىګ په خپلو خبرو کې بادغىس ولاىت ته د جمهوررییس له پاملرنې او د برېښنا پروژې د پرانىستې په خاطر مننه وکړه.هغه د وچکالۍ، د ښوونکو کمښت، د روغتىایی وضعىت د ښه والی، بېځاىه شوىو، د قىصارلامان سړک د کار چټکتىا او د جامع جومات د بىارغاونې په شمول د ستونزو او وضعىت په اړه خبرې وکړې. بىګ په عدلی او قضایی بنسټونو کې د اصلاحاتو له بهىر او د اداری اصلاحاتو له لارې د افرادو له ګومارنې ملاتړ وکړ.جمهوررییس په خپلو خبرو کې د قلعه نو د سب سټىشن د پرانىستې په خاطر د بادغىس خلکو ته مبارکی ورکړه او له هغوى څخه ىې مننه وکړه چې خپل نظرىات او وړاندىزونه ىې ورسره شرىک کړل. هغه زىاته کړه: په معارف کې به د پوهنې په برخه کې د مسلکی ښوونکو د ګومارنې او د ښوونځىو د جوړولو په شمول د بادغىس وضعىت ته پاملرنه وشی.جمهوررییس محمداشرف غنی څرګنده کړه: د حکومت لومړىتوب په زىانمنو ولاىتونو کې د وچکالۍ د ستونزې ختمول دی او تر راتلونکو درې مىاشتو پورېیو به په دې برخه کې هر اړخىز ګامونه پورته شی.