روزنامه هیواد

د ونزویلا ولسمشر د قتل له هڅې روغ وتلى

د وینزویلا ولسمشر وایی: د قتل له هغې هڅې روغ وتلى چې پر چاودېدونکو موادو بار بې پېلوټه الوتکه په کې دخیله وه.نیکولاس مادورو وړمه ورځ په پلازمېنه کاراکاس کې پوځی مراسمو ته د وینا پر مهال چې په ژوندۍ بڼه خپرېده لومړی په حیرانۍ اسمان ته وکتل، په دغه وخت کې چاودنه وشوه او په لسګونو سرتېرو یوې او بلې خوا ته منډه پیل کړه.چارواکی وایی: په پېښه کې اووه سرتېری ټپیان شوی او مادورو دا د کولمبیا کار وباله، خو وروسته یوې مرموزې یاغې ډلې د دې پېښې مسوولیت واخیست.کولمبیا دغه تور رد کړى او بې اساسه یې بللى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید