روزنامه هیواد

  د ولسی جرگې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د ستاینې وړ دى

 د ولسی جرگې لپاره ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه د دښمن له ګواښونو سره سره د هېواد په ټولو ولایتونو کې و شوې، یوازې  په کندهار ولایت کې ټاکنې پاتې وې چې هغه هم د لړم میاشتې په پنځمه د خلکو په پراخ ګډون سره په بریالیتوب ترسره شوې او خلکو په ډېره زړورتیا او خوښې په پارلمانى ټاکنو کې ګډون وکړ. د هېواد په څو ځایونو کې یو څو پېښى رامنځ ته شوې چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت اوټپی کېدو لامل شوې، خو په ټوله کې ټاکنې په بریالیتوب پاى ته ورسېدې. اوس د کاندیدانو د رایو شمېرنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا روانه ده  . د هېواد ورځپاڼې خبریال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ادبیاتو انستیتوت له غړی ښاغلی عبدالاحد سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه: د ولسی جرګې  ټاکنې د خلکو په پراخ ګډون ترسره شوې ،ستاسو له انده دغه ټاکنې څنګه وې؟

 ځواب: په افغانستان کې پخوا زیاتره سیاسی بدلونونه دجګړې له لارې راغلی او حاکم نظامونه ړنګ شوی،خو اوس موږ په خپل هېواد کې یو نوى پړاو او دود تجربه کوو ، چې زموږ د ټولنیز ژوند او د راتلونکې لپاره نېکمرغی راوړلى شی چې دا زموږ  په هېواد کې نوې تجربه او په الکترونیکی بڼه د ټاکنو ترسره کول دی. دافغانستان د دولت وسله والو مخالفینو د ولسی جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې ګواښ کړى و. البته د هر دولت سیالان اومخالفین نه غواړی چې د دولت له خوا کوم مثبت ګام د خلکو په گټه پورته کړاى شی، نوځکه یې په وړاندې خنډونه جوړوی.

 سربېره پردې د هېواد او نظام په دننه کې هم  مغرضو او مخالفو ډلو له ګواښونو او مزاحمتونو کار اخیستى و، چې دولت د ټاکنو د سرته رسولو په برخه کې له ستونزو او آن له ماتې سره مخ کړی. دا چارې په ښارونو کې  د ګوندونو له خوا ترسره شوې چې دغه ګواښونه او مزاحمتونه باید  نه واى شوی ددغو ډلو له خوا په نامنظم اوغیر معقول ډول د دولت اوټاکنو پر وړاندې ګواښونه پیل شول.

دغه ډلې هم د نظام له اسانتیاوو اوامکاناتو گټه پورته کوی اوهم د نظام پر وړاندې درېږی او ستونزې او ګواښونه جوړوی. له دغو ډلو ټپلو څخه ویره له وسله والو مخالفینو چې د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ یې کړى و، ډېره وه.

 ده زیاته کړه: د ولسی جرګې  په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د ستاینې وړ دى.له ټولو ښه زیرى دا و چې پارلمانی ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې. له امریکا څخه نیولې تر روسیې ،فرانسې ، بریتانیې او ګاونډیو هېوادونو پورې ددغو ټولو هېوادونو په ټاکنو کې ستونزې وی ،آن تردې چې په کې لاسوهنې او تخنیکی او ځینې نورې ستونزې هم لیدل کېږی. په سیاست کې ستونزې خامخا را ولاړېږی او ټولنیز جوړښتونه له یو بل سره په تضاد کې وی. داسې ټولنه نه شته چې ټول خلک دې په کې سره یوه ژبه او یو نظر وی. دا ډېر د خوښۍ ځاى دى، چې ټولو افغانانو، سپین ږیرو او ښځینه وو په یو هوډ او یوه خوله رایې وکارولې. 

پوښتنه: راتلونکې ولسی جرګه   یا پارلمان باید کومې چارې ترسره کړی، چې اوسنۍ ولسی جرګې   نه وی ترسره کړى؟

 ځواب: د ولسی جرګې   یو شمېر غړی هغه کسان دی، چې په خپلو کلیو او سیمو کې یې جرګې جوړې کړی او بیا صحنې ته راغلی دی . دویمه ډله د پارلمان غړی هغه زورواکی دی چې د ټوپک او زور له لارې صحنې ته راغلی او خلک یې ځورولی دی، نو دوى په حقوقی ، سیاسی او ټولنیزو مسایلو او په قانون جوړولو نه پوهېږی.

 ولسی جرګه او یا پارلمان د قوانینو د جوړولو ځاى دى او اجرائیه قوې او قضائیه قوې ته باید سلا اومشورې ورکړی، نو د ولسی جرګې   عمده او لویې چارې همدا دی چې له ولس سره د قوانینو په رڼا کې همکاری اومرسته وکړی کومې ستونزې چې په ټولنه کې  را برسیره کېږی هغو ته باید پام وکړی او حللاره یې د دولت اجرائیه مرجع ته ورسوی. بیا هم زه تکراروم چې د ولسی جرګې  د وکیلانو دنده همدا ده نو د ولسی جرګې   غړی باید پوه ، تجربه لرونکی او له لوړو زده کړو برخمن  کسان وی. د هېواد په مثبت  بدلون او سمون کې د ولسی جرګې   لاس باید غښتلى وی، نو زموږ هیله داده چې د ولسی جرګې  غړی  باید مسلکی او په قوانینو پوه خلک وی او همداسې په بېلابېلو علومو باید سمبال او د دولت په چاروکی مداخله ونه کړی، ځکه هر وزیر هرمدیر او نور کارکوونکی په دولتی چوکات کې د دندو لایحه لری د ولسی جرګې  غړی هم د دندو لایحه لری او د دولت په چوکاټ کې خدمت او مرستې کولو ته باید خپلې مټې را بډوهی. قوانین باید جوړ شی او په عمومی ډول ومنل شی. راتلونکې ولسی جرګه خلکو ته قناعت ورکړی. اود خلکو باور پرځان غښتلى کړی.

                محبوب _ هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید