روزنامه هیواد

د ولسی جرگې سږنۍ ټاکنې باید له درغلیو پاکې وی

څلوېښت کاله کېږی، چې په افغانستان کې ملی ثبات او قانونىت ، د خلکو ترمنځ نىکې اړىکې او سوکاله ژوند له ګواښ سره مخ دی ، خو دا ثبات څه د بهرنىو استخباراتو له لاسه او څه هم  په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ د قومی،سمتی او ژبنىو ګراىشونو پربنا هم تر ګواښ لاندې راغلى دى، دا ځکه چې افغانستان د ګڼو قومونو کور دى او د جهاد په وروستىو کلونو کې هم په هرقوم کې د خپل قوم په ننګه او ملاتړ داسې کسانو سرونه را پورته کړل چې د ګډ سوله ىىز ژوند پرځاى ىې بدغونىو او بدماشىو ته ملا وتړله، چې په نتىجه کې د مرکزی حکومت د کمزورتىا له وجې غىرمسوولې وسلوالې ډلې جوړې شوې او د هېواد په هره برخه کې ىې د خلکو په ځورونه لاس پورې کړ،چې د دوى دا کړنې د عام ولس ترمنځ د کرکې او نفرت سبب شوې،افغانستان ته د نړىوالې ټولنې له راتګ سره سم ىو شمېر له همدغو کسانو په حکومت کې لوړې چوکۍ تر لاسه کړې او پارلمان ته ىې لاره وموندله، دغه راز یې په پارلمان کې ىو شمېر له دغو کسانو د دموکراسۍ ترنامه لاندې له افغانىت او اسلامىت نه منکر شول.دا ټول هغه څه وو چې موږ د سر په سترګو ولىدل ، خو دا چې اوس د پارلمان اوولسمې دورې استازىو ته د ټاکنو زمىنه برابره شوې عام ولس بىا هم له اندېښنو سره مخ دى او دا چې ځل به بیا څه ډول کسان پارلمان ته لاره پیدا کوی ، په دې اړه مو د افغانستان د علومو اکاډمۍ له سلاکار ښاغلی حبىب الله رفىع سره مرکه کړې چې ستاسې پام ىې لوستلو ته را اړوو.  د ده  په وىنا : په ډېرې خواشىنۍ سره چې افغانستان د ډموکراسۍ په هغه چوکات کې کوم چې په نړۍ کې موجود دى  نه دى برابر ځکه په دغه هېواد کې هرڅه د مافىاىی سىستم تر اغېزې لاندې دی که په تېر پارلمان کې ىو شمېر زورواکانو، غلو او قاتلانو چوکۍ غصب کړې وې،خو دا ځل د هماغو وکىلانو اولادونو پارلمان ته ځانونه کاندىد کړی، په داسې حال کې چې د اکثرو پلرونو قانونی اسناد نه درلودل، خو زامنو ىې اوس سندونه هم جوړ کړی او کله چې پارلمان ته لاره ومومی او دولتی امکانات ترلاسه کړی ، نو بىا به په نوې بڼه د افغانستان پرخلکو حکومت کوی، ښاغلی رفىع د دې پو ښتنې په ځواب کې چې د دې ستونزې د حل لپاره عام ولس باىد څه وکړی ؟  ووىل : د دې لپاره چې د ملک او عام ولس په برخلىک کې مثبت بدلون راشی،نو دوى ته په کار ده  چې شاته وګوری او د ماضی په هېنداره کې د پخوانىو وکىلانو ټول کړه وړه او خدمتونه په خپل ذهن کې راغبرګ او ارزىابی کړی او بىا د نوىو کاندىدانو پر شخصىت غور وکړی او داسې چاته راىه ورکړی، چې د ملک او خلکو رښتینی خدمتګار وی که داسې ونه کړی دا ځل به بىا د ډموکراسۍ داسې ځوروونکې او وژونکې ډېکتاتورۍ  پر موږ مسلطه وی چې له پخوا به ډېره خطرناکه وی که پخوانىو وکىلانو د خپلو زامنو په کاندىدولو خپله څېره بدله کړې،نو خلک هم باىد په هوښىارۍ سره خپله اراده بدله کړی او هغه چاته راىه ورکړی چې واقعاًد ملک په دردونو دردمند وی. ښاغلی رفىع د داځل ټاکنو د شفافىت په اړه ووىل : له خبری رسنىو اورېدل کېږی، چې افغان حکومت ډېرې جعلې تذکرې او جعلی سټىکرونه نىولی ،چې دا ىو نېک او پر ځاى ګام دى او همدارنګه د باىو مىترىک  سىستم په پلی کولو به هم هغه پروسه ختمه شی چې د ىوه کاندىد لپاره به په لسګونه صندوقونه د راى اچونې په مرکزونو او ىا هم د هغه په کور کې ډکېدل او د خلکو حقىقی راىې به له منځه تللې. رفىع صاحب واىی : له ټولومهمه داچې مؤکلىن باىد د پىراو پلورمسئلې ته پاملرنه ولری او د پىسو په مقابل کې چاته راىه ورنه کړی او دا کلتور باىد بېخی له منځه ولاړ شی. د مرکې په پاى کې ښاغلی رفىع له وکىلانو او کاندىدانو دواړو په کلکه هىله څرګنده کړه چې مؤکل خپله راىه په پىسو خرڅه نه کړی او کاندىد هم د پىسو په مقابل کې وانخلی چې دا د فساد له  ټولو ستره پیلامه ده ځکه پارلمان د افغانستان د خلکو کور دى او په دغه کور کې د ملک په اړه ډېر ستر تصمىمونه نىول کېږی،  قوانىن تصویبېږی،کابىنې ته لاىق او کارکن کسان ټاکل کېږی،له حکومت سره د عام ولس را بطه ټىنګېږی چې دا ټول خدمتونه د اهلو وکىلانو په توګه تر سره کېږی، نو باىد پارلمان ته باید اهل کاندىدان د وکىلانو په توګه لاره پىدا کړی.

حیات الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید