روزنامه هیواد

د ولسی جرګې معترضو کاندیدانو میررحمان رحمانی پرې نښود چې د ریاست پر چوکۍ کښېنی

 

د ولسی جرګې د رییس په توګه د میررحمان رحمانی د مشرتابه له اعلانېدو سره مخالف استازی وایی چې نوموړی به پرې نږدی چې د ولسی جرګې د مشرتابه پر چوکۍ کښېنی. د ولسی جرګې یو شمېر غړیو، چې وایی: میررحمان رحمانی د ولسی جرګې د مشرتابه لپاره پنځوس جمع یو رایې نه دی ترلاسه کړی، پرون یې رحمانی پرې نښود چې د ولسی جرګې د ریاست پر چوکۍ کښېنی.دوی د ولسی جرګې تالار محاصره کړی و او هېچا ته یې  اجازه نه ورکوله چې هلته لاړ شی.وړمه ورځ د ولسی جرګې د مشرتابه لپاره په انتخاباتو کې میررحمان رحمانی ۱۲۳ او کمال ناصر اصولی ۵۵ رایې وګټلې او د جرګې موقت رییس اعلان وکړ، چې ښاغلی رحمانی ګټونکی دی، خو ښاغلی اصولی او یو شمېر نورو وکیلانو اعتراض وکړاو ویې ویل، چې ۱۲۳ رایې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو نه پوره کوی ، نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشی، خو ښاغلی رحمانی او پلویان یې وایی چې لازم اکثریت یې ترلاسه کړی او د ولسی جرګې مشر غوره شوی. د جرګې موقت رییس د رایو له شمېرل کېدو مخکې ویلی و چې ۱۲۴ رایې پنځوس جمع یو کېږی.د ولسی جرګې غړی عبدالقادر کلاتوال  آزادۍ راډیو ته ویلی چې اوس یوه مصلحتی غونډه روانه ده چې د هر ولایت یو استازی په کې برخه لری او هغوی هڅه کوی چې ستونزې ته حللاره ومومی.ټاکل شوې ده چې د ولسی جرګې د دوو مرستیالانو او دوو منشیانو لپاره هم رایې واخیستل شی. د ولسی جرګې د کورنیو دندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلی چې که یو کاندید د انتخاباتو په لومړی دور کې د حاضرو غړو اکثریت خپل نه کړ، دوهم دور انتخابات د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ کېږی چې ډېرې رایې یې خپلې کړی او هغه به بریالی اعلانېږی چې ډېرې رأیې ترلاسه کړى او که بیا هم هېڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې خپلې نه کړې، بل دور به د نورو کاندیدانو ترمنځ رایې اچول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید