روزنامه هیواد

د ولسی جرګې رییس: طالبان د سولې لپاره هېڅ طرحه او رېښتینولی نه لری

د ولسی جرګې رییس میررحمان رحمانی تاجکستان ته د سفر پر مهال په هغه هېواد کې یوې خبرې غونډې ته ویلی، طالبان د سولې لپاره هېڅ طرحه نه لری او د نظام د له منځه وړلو او قدرت ته د رسېدلو لپاره جګړه کوی.د ولسی جرګې رییس میررحمان رحمانی د لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ چې ګڼ شمېر وکیلان هم په کې شامل و وړمه ورځ تاجکستان ته لاړ او پرون یې هلته یوې خبری غونډې ته وینا وکړه.نوموړی وویل: طالبانو له مذاکراتی مېزه په تېښته کې دی او کابو یوه نیمه میاشت کېږی، چې د افغان حکومت مذاکراتی پلاوی په دوحه کې دی ، خو طالبان مذاکراتو ته نه حاضرېږی.رحمانی وویل: طالبان یوازې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جنګېږی او هېڅ ډول برنامه د سولې لپاره نه لری، ده ټینګار وکړ، چې طالبانو یو ځل بیا خپلو مشرانو ته امر کړی، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شی او په پسرلی کې بیا د جنګ لپاره اماده‌ګی نیسی.رحمانی ډاډ ورکړ ،چې  امنیتی ځواکونه پر پوره ډول اماده دی، چې له خپلې خاوری په هر حالت کې دفاع وکړی او د طالبانو او نورو تروریستی ډلو پر وړاندې وجنګېږی.رحمانی دغه راز د نظام د ساتلو په اړه وویل: په هر قېمت د اوسنی نظام او حکومت ملاتړ کوی، چې مشری یې د ولسمشرغنی په لاس کې ده.د ولسی جرګې رییس میررحمان رحمانی په څلور ورځنی سفر تاجکستان ته تللی له نوموړی سره په دې سفر کې خبریالان او د ولسی جرګې ځینې غړی هم شامل وه، چې د دغه سفر موخه د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدل ښودل شوې دی. �DZ�a�Ї�

ممکن است شما دوست داشته باشید