روزنامه هیواد

د ولسی جرګې رییس د کانکور مخکښان وستایل

د ولسی جرګې رییس میررحمن رحمانی په ولسی جرګه کې د سږنی کال کانکور په ازموینه کې اول نمره شمسیه دویم نمره نعمت الله او درېیم نمره محمد مجتبی ته ستاینلیکونه ورکړل او له دوی سره یې نغدی مرسته وکړه.د ولسی جرګې له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د دغې جرګې رییس میررحمن رحمانی  پرون له غرمې مخکې د سږ کال کانکور ازموینې د لومړی دویم او درېیم نمره ګانو سره لیدلی.خبرپاڼه لیکی، د ولسی جرګې رییس د دغه دری کسانو د هڅو ستاینه وکړه دوی ته یې د ولسی جرګې له آدرس ستاینلیکونه او د رحمانی بنسټ له لورې یې ورسره نغدی مرسته وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید