روزنامه هیواد

اروپایی ټولنې د بندیانو خوشی کېدل د اعتماد جوړونې مثبت ګام بللی

اروپایی ټولنې د طالبانو له بند څخه د ۲۰ کسانو خوشی کېدل د دې ډلې له‌خوا له افغان حکومت سره د اعتماد جوړونې لپاره مثبت ګام بللی دی.په افغانستان کې د اروپایی ټولنې ماموریت په ټوېټر لیکی، چې د طالبانو دا اقدام محدود، خو سمبولیک دی.په دې پیغام کې د ژمنو د پر ځای کولو لپاره د بندیانو خوشی کول مهم بلل شوی دی.اروپایی ټولنې همدارنګه ویلی، د نورو داسې اقداماتو په تمه دی چې د بین‌الافغانی خبرو پیل تر بل هر وخت رالنډ کړی.طالبانو وړمه ورځ وویل، چې د افغان امنیتی ځواکونو ۲۰ کسه اسیران‌یې له بند څخه خوشی کړی او په کندهار کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته‌یې سپارلی، خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دوشنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې خوشی شوی غیر نظامیان دی او تر دې مخکې‌یې د پولیسو په لیکو کې خپلې دندې خوشی کړې وې.

که څه هم طالبان ډېر کله نیول شوی افغان سرتېری په صحرایی محکمو کې وژنی، خو ویل کېږی چې دې ډلې سره شااوخوا زر د امنیتی ځواکونو سرتېری او ملکی افغانان بندیان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید