روزنامه هیواد

د ولسی جرګې د ریاست پر سر د مخالفتونو د هواری هڅې

د ولسی جرګې د ریاست پر سر د مخالفتونو د هواری لپاره روانو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې. د ولسی جرګې د ریاست پر سر د یادې جرګې د غړو مخالفتونه پرون درېیمې ورځ وه. د ولسی جرګې د ریاست لپاره د پروان د خلکو استازی میر رحمان رحمانی او د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولی د شنبې په ورځ سیالی وکړه.میر رحمان رحمانی ګټونکى اعلام شو، خو کمال ناصر اصولی او یوه ډله نورو وکیلانو اعتراض وکړ چې هغه له معیار یوه رایه کمه وړې او باید انتخابات بل پړاو ته ولاړ شی.د لانجې د هواری لپاره د دواړو لورو او منځګړو وکیلانو له ډلې یو کمېسیون جوړ شو ، چې هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه.د دغه کمېسیون د منځګړو غړو له ډلې عبدالقیوم سجادی وړمه شپه آزادۍ راډیو ته ویلی، اصلی اختلاف د هغې قانونی خلا په خاطر دوام لری چې معلومه نه‌ده، کارول شوې رایې معتبره دی که حاضر نصاب؟دی وایی: (( د ښاغلی رحمانی موافقین په‌دې استناد چې وایی: اساس کارول شوې رایې دی، نو هغه رییس دی، خو مقابل لوری یې وایی چې معیار ۲۴۷ رایې دی او طبعاً رحمانی اکثریت نه ‌دی ترلاسه کړی. همدې مسئلې مخالفتونه رامنځته کړی دی.))ښاغلی سجادی دا هم وویل، چې د ده په شمول منځګړو وکیلانو د لانجې د هواری کمېسیون په‌دې پرېښود ،چې د میر رحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی له‌خوا معرفی شویو استازو غوښتل د دوی له حضور پرته بحثونه مخته یوسی.د ولسی جرګې د ریاست پر سر مخالفتونه د یکشنبې په ورځ تر ښکنځلو هم ورسېدل او امنیتی منسوبینو د وکیلانو د لاس او ګرېوان کېدو مخه ونیوله.دغو لانجو په ټولنیزو شبکو کې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولی. په‌دې سربېره په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ له وایی: کې د پارلمان په وروستیو لانجو افسوس وښود او ویې‌ویل، چې که د لانجو د هواری لپاره وکیلان پرېکړې ته ونه‌رسېږی ګڼې ادارې یې قانونی منځګړیتوب کولای شی.ښاغلی وردګ زیاته کړه: (( څه چې په ولسی جرګه کې تېر شول د تاسف ځای دی. امید مو دا و او دا دی د ملت استازی چې خلکو په ډېره عقلانی ډول رایه ورکړې هغه ارزښتونه ښکاره کړی، چې خلکو یې په اساس رایه ورکړې ده. هیله مو دا ده چې د پارلمان وکیل صاحبان د خپلو شخصی ګټو لپاره د ولس دا لوی کور په قومی خطوطو تقسیم نه‌کړی. حقوقی مسایل باید په حقوقی چوکاټ کې حل شی او که دوی یې له حل نه عاجز وی په‌دې وطن کې نورې مراجع شته، چې د دوی ترمنځ د قانون په چوکاټ کې منځګړیتوب وکړی.))د ولسی جرګې ۱۷مه تقنینی دوره د ثور په شپږمه د ولسمشر اشرف غنی له‌خوا پرانیستل شوه.دا جرګه په څه باندې درېیو اوونیو کې لا هم نه‌ده توانېدلې چې خپل اداری پلاوی وټاکی او معلومه نه‌ده چې د دې جرګې د ریاست پر سر د وروستیو درېیو ورځو روانې لانجې څومره دوام پیدا کوی؟

ممکن است شما دوست داشته باشید