روزنامه هیواد

د ولسی تړون د ملی پروګرام د پراختیا په لور نوی ګام

د ولسی تړون ملی پروګرام د افغان حکومت یو نوښت دی، چې موخه یې د پراختیایی شورا ګانو له لارې د مهمو بنسټیزو پروژو او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول او پراختیایی کړنې دی .دا پروګرام د دولت هغه ټولیزه هڅه  ده چې غواړی د ټولنو ترمنځ بېلتون له منځه یوسی او خلک سره یوځای کړی ،چې خلک وکولای شی په ګډه خپلې پراختیایی اړتیاوې په نښه کړی او د ملی یووالی په ټینګښت کې ونډه واخلی او په ګډه به د بېوزلۍ د کچې راټیټولو په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړی . د دې  تړون له مخې به په افغانستان کې هرکلی او ښاری سیمې ته  د هغوی د لومړیتوبونو  پر بنسټ  اساسی خدمتونه  وړاندې شی . د ولسی تړون ملی پروګرام به په ټوله کچه په  ټولیز پرمختګ او حساب ورکولو ته وده ورکړی او د دې تر څنګ د زیانمنو شویو ډلو لکه ښځو، ځوانانو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او بېوزلو  کورنیو غږ به پورته کړی. د ولسی تړون ملی پروګرام پلی کول به لس کاله وخت ونیسی ، چې په درېیو  پړاوونو کې به پلی شی. لومړی پړاو به یې د څلورو کلونو لپاره، دویم او درېیم پړاوونه  به هر یو د درېیو دریېو کلونو په موده کې پلی شی  . د ولسی تړون ملی پروګرام به د یو بین الوزارتی  پروګرام په بڼه  د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، پوهنې ، عامې روغتیا او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په ګډو هڅو د هېواد خلکو ته یو شمېر تر ټولو اساسی خدمتونه ( د ټاکل شویو  معیارونو له مخې )  وړاندې کړی. اوسمهال د ولسی تړون ملی پروګرام کلیوالی برخه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت تر لارښوونې لاندې د هېواد په ٣۴ ولایتونو کې ۱۲۳ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولې چې د ۸۵۸۳ شا او خوا د کلیو پراختیایی شورا ګانې یې رامنځته کړی دی. د یادولو وړ ده چې د دې کلیو لپاره تر اوسه د ۶۱۶۹ پروژو پروپوزلونه منظور شوی او د کلیو دغه پراختیایی شورا ګانو حساب ته  تر اوسه ټولې څه د پاڅه ۷۲۵،۵ میلیارده افغانۍ استول شوې،چې اوسمهال د هېواد په ٣۴ ولایتونوکې د ۲۹۲۹ پروژو د تطبیق  بهیر روان دی.دا پروژې په  بېلابېلو سکتورونو لکه اوبه رسولو، روغتیایی چارو ، اوبولګولو، د تجدید وړ انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې ، پلې کېږی.  د دې پروژو عملی پیل که له یوې خوا د هېواد په سمسورتیا او بیا رغاونه ژوره اغېزه درلودلی شی، له بلې خوا په کلیو او بانډو کې په سلګونو هغو  بېوزلو کورنیو ته چې کاری توان لری، خو د کار فرصت ورته نه شته ډېره مرسته وکړی .د ولسی تړون ملی پروګرام اصلاً په ښاری  او کلیوالی سیمو کې په ځایی کچه د ټاکل شویو بنسټونو، د  کلیو او ګذرونو پراختیایی شوراګانو او د کلیو او ګذرونو پراختیایی شوراګانو کلسټرونو له لوری  پلی  شی.

د ولسی تړون ملی پروګرام په لومړی پړاو کې د هېواد د ټولو ولسوالیو  په درېیمه برخه کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کلیوالو سیمو او د څلورو مهمو ولایتونو په ښاری سیمو کې شاوخوا ۶۰۰ پراختیایی شوراګانو او ۱۲۰ ګذرونو ته د ولسی تړون د کم ترکمه معیاری خدمتونو مالی مرستې شاملې دی . تمه ده چې دا پروګرام به د لسو کلونو په موده کې د هېوادوالو لومړنۍ ستونزې حل او دولت به د بنسټیزو جوړښتونو د جوړولو یا بیارغولو، د څښاک اوبو، روغتیا، زده کړو، برېښنا، د اوبو سېستمونو، سړکونو، ویالو، پارکونو او نورو عامه تفرېحی سیمو او روغتیا ساتنې، حفظ الصحې اړوند خدمتونو د وړاندې کولو لپاره  سرچینې او ملاتړ چمتو کړی. په پایله کې د اړینو بنسټیزو د جوړښتونو رغاول، له دولت سره مرسته کوی چې هره کورنۍ به له دې خدمتونو څخه ګټه پورته کړی. البته د دې هڅو په بهیر کې په کلیو او ښارونو کې د ژوند حالت ته وده ورکول او په ځانګړو پروګرامونو ( نوښتونو ) کې د خلکو ښکېلول ( چې دا هر څه د کلی په پراختیایی شورا پورې تړاو لری ) له خلکو سره په ګډه پلان جوړول، د پروژو پلی کول او د تر لاسه شویو مالی وجهو څارنه او حساب ورکول، او په کلیو (ښارونو، محلاتو) کې د خدمتونو د رسولو تنظیم، د دولت د کړنو څارنه او د خدمتونو د وړاندې کولو د لړۍ د ودې په موخه نظر ورکول، شامل دی.  د ولسی تړون ملی پروګرام به د لسو کلونو په موده کې د هېواد په ټولو کلیو او بانډوکې د خلکو د اړتیا وړ په زرګونو پروژې پلی کړی چې د دې پروژو اقتصادی او ټولنیزې اغیزې به د خلکو ژوند ته بدلون ورکړی، هغه ستونزې چې اوسمهال د هېواد په کلیو او بانډو کې شتون لری تر ډېره  بریده به را کمې کړی او خلک به د سوکاله او آرام ژوند په لور یو ګام مخته ولاړ شی .

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت  د ولسی تړون ملی پروګرام

ممکن است شما دوست داشته باشید