روزنامه هیواد

د ولسمشر په حضور کې افغان اتلان باید څنګه د کوربه هېواد ( انګلېنډ ) په وړاندې لوبه وکړی؟

نن سې شنبې د برېټانیې په مانچیسټر کې افغان ملی لوبډله د کوربه هېواد له ملی لوبډلې سره د کرېکټ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم د دې لوبې کتلو ته برېټانیې ته تللى دى، له هغه سره به د برېټانیې نور چارواکی په ځانګړې توګه د برېټانیې مستعفى لومړۍ وزیره ټرېزامې هم تر څنګ ناسته وی او دواړه مشران به د خپلو لوبډلو د هڅونې لپاره په مهم او ځانګړی شوی ځاى کې ناست وی. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وړمه ورځ د برېټانوی چارواکیو په رسمی بلنه د دغه هېواد ته په ۳  ورځنی سفر لاړ، ولسمشر غنی به په مانچیسټر کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ لوبه ننداره او له برېټانوی چارواکیو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر څرنګوالی او همدا رنګه په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو لپاره د برېټانیې د ملاتړ مسئله وڅېړی. برېټانیې ته د ولسمشر غنی دغه سفر هیلې راټوکولې دی، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې دا سفر ډېر مهم دى او دواړه لوری به د دوه اړخیزو همکاریو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روانې تپل شوې جګړې د ختمولو پر څرنګوالی خبرې وکړی. ولسمشر غنی برېټانیې ته په داسې حال کې سفر کوی، چې لومړى خو د کرېکټ نړیوال جام لپاره په یو ورځنیو لوبو کې افغان ملی لوبډلې په پرله پسې توګه څلور ماتې خوړلې او د کرېکټ بورډ په مشرتابه او په ځانګړې توګه د ملی لوبډلمشر د بدلون په اړه سخت بحثونه روان دی، چې په لړ کې یې آن لوبډله هم په دوو برخو سره وېشلې او د تېر۲۰۱۵  کال نړیوال جام په پرتله ښه نه لوبېږی. داسې ګنګوسې دی، چې یو شمېر لوبغاړی د لوبډلمشر پر تبدیل سره خپه دی او ګڼې ښه لوبه نه کوی، خو داسې مسئله په ریښتیا چې د سختې اندېښنې وړ ده، دا مسئله باید په جدیت سره وڅېړل شی، ملی لوبغاړی ،چې تر اوسه یوازې همدوى دی، چې جګړه ځپلی هېواد ته یې خوښۍ راوړې، خو که هغوى د هېواد لپاره نه، بلکې د شخص لپاره لوبه کوی، نو هغوى باید محکمې ته وړاندې شی او د ملی لوبغاړی افتخار ترې واخیستل شی! که داسې نه وی، نو دا مسئله دې روښانه شی، چې ولې هغوى ښه لوبه نه کوی او ګنې په دوو برخو سره وېشلی دی! د کرېکټ بورډ او په نړیواله کچه د کرېکټ څارونکی او کارپوهان په دې اند دی، چې ګنې د کرېکټ لپاره باید افغانان لا نورې چټکې هلې ځلې وکړی، دوى د سریلانکا په څېر نور هېوادونه یادوی، چې له افغانستانه یې ډېر وړاندې کرېکټ ته مخه کړې، خو د یو ورځنیو لوبو په روان نړیوال جام کې نه شی ځلېدلى، دغه کسان خوښی ښکاره کوی، چې ګنې په پنځو کلونو کې به افغانان په حیرانوونکې توګه د نړۍ سترو لوبډلو ته سرخوږى جوړ او له هغوى به لوبې وګټی. یعنې پنځه نور کلونه هم باید افغان اتلان هلې ځلې وکړی، چې دغه مقام خپل کړاى شی. د کرېکټ ملی اتل او په نړیواله کچه د ګوګلی توپ اچونې لومړنى بالر هم په دې اند دى، هغه وایی، چې ګنې په روانو سیالیو کې د افغانانو ښه نه لوبېدل، له دې امله دی، چې ګنې هغوى د کرېکټ له پیاوړو او د سر له لوبډلو سره نه دی لوبېدلی، هغوى ته باید له داسې پیاوړو او نړیوالو اتلو لوبډلو لکه اسټرالیا، انګلېنډ، نوی زیلېنډ او نورو لوبډلو سره د ډېرو لوبو چانسونه ورکړل شی. د دې ترڅنګ باید د هغوى په روزنه، هڅو او لوبو له دې هم ډېر تمرکز وشی. د کرېکټ نړیوال کارپوهان بیا په ټولو برخو، لکه توپ اچونه، توپ وهنه، توپ راټولونه او د لوبو لپاره په پلان جوړونه یا د لوبغاړیو په ټاکنه کې ډېرې تجربې تر لاسه کړی، چې همدا اوسنۍ تجربې د افغانانو لپاره بسنه نه کوی. موږ ولیدل، چې له سویلی افریقا سره په تېره لوبه کې د نجیب ځدراڼ پر ځاى پخوانى لوډلمشر ولوبول شو، چې نه یې په توپ وهنه کې څه وکړل او نه یې هم په توپ راټولونه کې، د هغه ډېر وزن د دې سبب شو، چې په دواړو برخو کې ښه ثابت نه شی او پیاوړى نجیب ځدراڼ څنډې ته شو، چې هغه د افغانستان لپاره په روانو لوبو کې ښې منډې کړې او د اسټرالیا په وړاندې یې پنځوسیزه وهلې ده. دې ټولو ته په کتو سره د افغانستان عمر کم او تجربه کمه ده، خو دا چې په کمو یعنې پنځلسو کلونو کې یې د نړیوالو لوبو لپاره د کرېکټ نړیوالې شورا یا اى سی سی باور ترلاسه کړى، دا ډېر چټک پرمختګ دى، خو باید دقت وشی، چې د لوبو ګټلو او له پیاوړو لوبډلو سره د مقابلې تجربې تر لاسه کړی. نن سې شنبې افغان اتلان د نړۍ د پیاوړې لوبډلې او د کرېکټ د بنسټګر او کوربه هېواد په وړاندې د هغوى په خپل کور کې د لوبې سیالۍ ته ځی، له انګلېنډ په خپل کور کې د لوبې گټل څه اسانه خبره نه ده، بل دا چې د ولسمشر غنی په حضور کې به لوبغاړی تر ډېر فشار لاندې وی! له دې وړاندې هم هغوى د ملت لپاره د لوبو ګټلو په فکر سره تر سخت فشار لاندې وو، پایله دا شوه، چې څلور واړه لوبې وبایلی! اوس باید هغوى د ګټلو په فکر کې وی، نه دا چې د کوربه هېواد انګلستان پر غولی د مقابلې او د ولسمشر او کوربه هېواد د لومړۍ وزیرې او یا نورو چارواکیو تر فشار لاندې ر اشی، دوى باید د لوبې د ګټلو په فکر لوبغالی ته لاړ شی، ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړی او تر پایله مقابله وکړی. په تېرو لوبو کې هغوى ډېرې نیمګړتیاوې لرلې، چې هغوى خپله حس کړې، نن باید هغې ته په کتو دا تېروتنې تکرار نه کړی، د بېلګې په توګه د بانسر توپ یا تېز توپ وهل دی، چې پرې په اسانۍ سره افغان پیاوړی توپ وهونکې سوځېدلی، نن باید هغوى د هر بد توپ وهلو هڅه ونه کړی، بلکې ټول پنځوس اورونه ولوبولى شی. ګټل او بایلل خو حتمی دی، دا مهمه نه ده، خو په پیاوړی او ژمن هوډ سره باید لوبه وکړی!

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید