روزنامه هیواد

د ولسمشر غنی په مشرۍ غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وشوې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د چهارشنبې په مازدیګر د عامې روغتیا وزارت رهبری پلاوی سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ وې ویل: د عادی روغتیایی خدمتونو او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې زموږ کارونه دوام لری.ده له عامې روغتیا وزارت څخه د جمهوررییس د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او د کرونا ویروس خطرونو ته په پام یې په تدارکاتی پروسه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه وړاندیزونه وکړل.د عامې روغتیا وزیر د مکافاتو او مجازاتو پر اصل هم ټینګار وکړ او وې ویل: باید زموږ ظرفیتونه او صلاحیتونه زیات شی. ډاکتر فیروز زیاته کړه: بین المللی بنسټونه باید په همغږی ډول کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې عامې روغتیا وزارت سره کار وکړی.وروسته د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وویل: حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هر اړخیز اقدامات کړی، ولایتونو ته بودجه ځانګړې شوه، والیانو ته د دې بودجې د مصرف صلاحیت ورکړل شو او هغوی به د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې په غونډو کې حضور ولری.
ده زیاته کړه: که چېرې د والیانو په کړنو کې کوم ځنډ رامنځته کېږی، د جمهوری ریاست عالی مقام ریاست به یې د حل په برخه کې عاجل اقدامات وکړی.
د جمهوررییس لومړی مرستیال وویل: بین المللی بنسټونو سره باید د همغږۍ غونډه جوړه شی او والیان هم باید په کې برخه ولری.
وروسته د جمهوری ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش وویل: باید یو مقتدر کمېسیون جوړ شی چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې صلاحیتونه او ځواب ویل له یوې سرچینې څخه ترسره شی.
ده پر دې په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت مسلکی ظرفیتونه باید زیات شی، زیاته کړه: د عامې روغتیا وزارت د عادی تشکیل ترڅنګ باید په دې وزارت کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو لنډمهالی تشکیل هم جوړ شی.
جمهوررییس غنی د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: کرونا موږ ته جدی ګواښ رامنځته کړی، باید په همغږۍ او ګډه مبارزه ورسره وشی.
ده د جمهوری ریاست دویم مرستیال څخه وغوښتل چې د روغتیایی عاجلو صلاحیتونو د ورکړې د منظور په موخه پر یوې لایحې کار وکړی او د تدارکاتی چارو د چټکتیا په موخه باید ملی تدارکاتو ادارې سره یوه غونډه جوړه او د اړتیا په صورت کې دې عاجل کارونه عملیاتی واحد ته وسپارل شی.
جمهوررییس وویل: هماغسې چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې شوې بودجې د مصرف لپاره والیانو ته صلاحیتونه ورکړل شوی، د عامې روغتیا ولایتی رییسانو ته به هم د شفاف او ځواب ویونکی میکانېزم په چوکاټ کې مشخص پولی واکونه ورکړل شی. ده زیاته کړه: باید د مکافاتو او مجازاتو لپاره واضح معیارونه موجود وی.
جمهوررییس غنی څرګنده کړه: له مدیریتی نظره اوسنی تشکیل د روغتیایی خدمتونو د ټولو اړتیاوو ځواب نشی ویلی او عامې روغتیا وزارت دې په مرکز او ولایتونو کې د ځانګړی اضطراری تشکیل جوړولو په اړه په خپل وړاندیز کار وکړی. ده زیاته کړه: د کرونا ویروس ګواښ څخه وروسته باید یو کاری ټیم تیار اوسی چې د هغه راتلونګی ګامونه مدیریت کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید