روزنامه هیواد

د ولسمشر غنی د ډاډ ګیرنې او همدردۍ پیغام

 په ژورې خواشینۍ سره  مو خبر ترلاسه کړ چې دملی راډیو تلوېزیون دګرځنده  کمرو لوى مدیر انجنیر شهاب الدین احمدی وفات شو . ارواښاد شهاب الدین  احمدی  کلونه کلونه  دملی راډیوتلوېزیون دتخنیک ریاست په بېلابېلو  څانګو کې دندې ترسره کړې  او یوتګړه انجنیر و چې د تخنیکی وسایلو په ترمیمولو  کې یې لوى لاس درلود، دده مړینه یوه ضایعه ده .  دانجینیر شهاب الدین احمدی دمړینې په خاطر دخپلې ډاډ ګیرنې  او همدردۍ  مراتب دارواښاد  دکورنۍ غړو او دوستانو او دملی راډیو تلوېزیونکارکوونکوته څرګندوم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هیله کوم .

ممکن است شما دوست داشته باشید