روزنامه هیواد

د ولسمشرۍ له ۱۷کاندیدانو یوازې دوو خپل څارونکی را پېژندلی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی: تراوسه یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوازې ۲ کاندیدانو د مېزان د ۶ مې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپل څارونکی ورمعرفی کړی دی.د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر وینا اوسنی ولسمشر محمد اشرف غنی او د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار هغه دوه څارونکی دی، چې خپل کاندیدان یې ورپېژندلی ، خو نورو کاندیدانو له دې سره سره چې انتخاباتو ته ۳۳ ورځې پاتې دی، هېڅ څارونکی نه دی اعلام کړی.د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی: کاندیدان د راتلونکی سپټمبر تر ۲۱ پورې، یعنې تر انتخاباتو یوه اوونۍ وړاندې خپل څارونکی معرفی کولی شی.یو شمېر کاندیدان په انتخاباتو باور نه لری او یو شمېر نور نه غواړی چې انتخابات وشی. د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه کاندید شهاب حکیمی د کابل په چهاراسیاب کې د خپلو پلویانو په غونډه کې د دې پر ځای چې خپل پلویان په انتخاباتو کې ګډون او رای ورکولو ته وهڅوی، انتخابات د سولې بدیل وبلل او پر خلکو یې ږغ وکړ چې د ده په شان د انتخاباتو په پرتله د سولې ملاتړ وکړی.د انتخاباتو په تړاو په یوه بل خبر کې اجرائیه رییس او د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله وړمه ورځ د ښځینه پلویانو په یوه غونډه کې وویل، چې په لنډو ورځو کې به ښه خبر اعلام کړی.ویل کېږی چې د ښاغلی عبدالله اشاره عطامحمد نور ته وه، چې ممکن د ده ټیم ته ورواوړی.تر دې وړاندې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د انتخاباتی ټیم دوهم مرستیال محمد محقق د عبدالله پلویتوب اعلام کړ.د ښاغلی اتمر انتخاباتی ټیم سره پاشل شوى ، خو ده په خپله تر دې دمه د کوم انتخاباتی ټیم ملاتړ نه دی
اعلان کړى.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید