د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون کې ځینې سرچینې وایی، ټاکل شوې نن یکشنبه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شی.
دغه سرچینې چې نه غواړی نوم یې خپور شی پرون یی امریکا غږ ته ویلی، چې پرون شنبه د ۷ ولایتونو د شمېرل شویو رایو پایلې کمېسیون ته سپارل شوی، چې وروسته به لومړنۍ پایلې هم اعلام شی.
د ټاکنو کمېسیون له خوا د اوو ولایتونو د بیا شمېرنې بهیر د تېرې پنجشنبې په ورځ پاى ته ورسېد.
د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د تقلب ادعاوې وشوې چې له کبله یې د ټاکنو پایلې تر دې دمه پورې وځنډیدلې.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په ګډون، ځینو کاندیدانو د هغو ۳۰۰ زرو رایو د لرې کولو په اړه اعتراض وکړ چې د دوی د ادعا په اساس ښایی بایومتریک شوې نه وی، خو ښاغلی عبدالله په دې وروستیو کې له خپلو ملاتړو وغوښتل ،چې د ټاکنو کمېسیون ته دې د پاتې اوو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو اجازه ورکړی.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې له تر سره کېدو یې نږدې دری میاشتې تېریږی، خو تر دا مهاله یې لومړنۍ پایلې نه دی اعلام شوی.