روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره بشپړ چمتووالى نیول شوى

د جمهوری ریاست ټاکنو لپاره بشپړ امنیتی تدابیر نیول شوی او ټول ولسونه په ډاډمنه توګه ګډون کولاى شی.

یادې څرګندونې پرون مسوولینو د جمهوری ریاست راتلوونکو ټاکنو په اړه جوړ شوی ویډیویی کنفرانس پر مهال وکړې، چی ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری په شمول د کورنیو چارو او ملی دفاع وزیرانو، د ملی امنیت لوى ریاست مرستیال، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان، د ملی امنیت شورا مرستیال، د ټاکنو د دواړو کمېسیونو رییسانو، د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او یو شمېر نورو مسوولینو په کې ګډون کړى و.په وېډیو کنفرانس کې د هېواد لومړۍ درجه مسوولینو د ټاکنو د امنیت په تړاو د بشپړ چمتووالی خبر ورکړ او د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر لا همغږۍ او همکارۍ یې ټینګار وکړ.

دوى د جمهوررییس د فرمان په اساس امنیتی او دفاعی ځواکونو ته امر وکړ، چې په ټاکنو کې دې بې‌ طرفی اختیار او د حساسو او غیرحساسو موادو په انتقال او ډاډمن امنیتی چاپېریال په برابرولو کې دې هڅې وکړی.په جوړ شوی وېډیو کنفرانس کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معیین تیمور شاران او ځینو والیانو هم خبرې وکړې او د ټاکنو لپاره یې د مناسب چاپېریال برابرولو ډاد څرګند کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید