د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې قومی مشر او د هوایی قواوو افسر الحاج ډګروال عبدالله خان تره خیل د زړه دناروغۍ له امله د ۷۷ کلونو په عمر مړشو الحاج عبدالله خان تره خېل دخپل عمر ډېره برخه خپل هېواد او خلکو ته دخدمت په موخه دافغان هوایی ځواکونو په لیکو کې تېره کړه، ده دخپل نېک شهرت اوښه چلند له امله په خلکو کې ډېر محبوبیت درلود. دهېواد د دغه صادق او نېک بچی مړینه یوه لویه ضایعه ده ، دمرحوم الحاج ډګروال عبدالله خان د مړینې له امله دده کورنۍ ،همسنګرانو او نورو ټولو خواخوږو ته تسلیت وایم. الله تعالى دې وبخښی او جنتونه دې پرنصیب کړی.