روزنامه هیواد

د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه!

له هلمند وروسته وسله والو یرغلګرو د بدخشان پر مرکز فیض اباد ښار یرغل کړی دی. دا له هلمنده وروسته دوهم ولایتی مرکز دی چې په شاوخوا یوه اوونۍ کې پرې د دښمن له خوا برید کېږی. له سیمې خبرونه وایی، چې له وړمې ورځې (شنبې) ماښام  راهیسې له جګړې وروسته د ښار اتمه ناحیه سقوط شوې ده. خو جګړه ډېره سخته ده، چې په کې دواړو خواوو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. همدا رنګه په غور ولایت کې موټر بم برید شوی ،چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.

که څه هم د بدخشان په برید کې ډېر شمېر بهرنی یرغلګر ونډه لری،خو طالبان بیا د داسې بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخلی، چې خپل ځان مهم او ځواکمن وښیی. خو دا بریدونه په داسې حال کې کېږی،چې په ملی او نړیواله کچه له طالبانو د اوربند یا هم تاوتریخوالی کمولو غوښتنې کېږی او طالبانو هم خپله له امریکا سره د دوحې په تړون کې دا مسئله منلې ده. امریکایی استازی خو څو څو ځله په دې برخه کې طالب استازی لیدلی او ژمنې یې ترې اخیستې دی، په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا ځانکړی استازی تېره جمعه یو ځل بیا وېـیلی چې طالبانو ده او په افغانستان کې د ناټو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته ژمنه ورکړه چې د دوحې د موافقې له ژمنو سره سم به پر ښارونو بریدونه نه کوی او تاوتریخوالی به کموی. خو دا په اصل کې د امریکا له خوا طالبانو ته د نړیوال حیثیت ورکول دی، چې په خپله دا چاره د امریکایی چارواکیو تر پوښتنې لاندې هم راغلې ده، د امریکا وېډرو وېلسن انیستیتوت کې د جنوبی اسیا مسایلو شنونکی مایکل کوګلمن وایی له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته نړیوالو، طالبانو ته ځانګړی اعتبار ورکړی و چې په وروستیو کې یې د جګړې په ډېرولو او بې مخینې تاوتریخوالی بېرته هغه اعتبار بایللی دی.

پر بدخشان برید څو لاملونه لری، لومړی پر بدخشان برید، پر هلمند د یرغل په مقابل کې د افغان ځواکونو له خوا د فشار کمولو لپاره کېږی، ځکه د هلمند یرغل په شا تمبول، د افغان حکومت ستر لومړیتوب دی، خو دښمن هڅه کوی، چې په هلمند کې پر یرغلګرو فشار کم کړی او په بدخشان کې هم افغان ځواکونه بوخت وساتی. دوهم د ترهګرۍ د تمویل لپاره د بدخشان کانونه او تر مځکې لاندې د سرو زرو او نورو زېرمو ایستل، د دښمن لپاره ستر ارزښت لری او درېـیم دا چې افغان حکومت او د افغانستان سیمه ییزو او نړیوالو ملګریو ته طالبان او ترهګر خپل زور ښکاره کړی، په تېره بیا طالبان دا پیغام ورکړی، چې ګنې د سولې لپاره په مذاکراتو کې ډېره ونډه تر لاسه کړی.خو دا د دښمن تېروتنه ده، ځکه اوس افغانستان هغه پخوانی هېواد نه دی، چې د دښمن زړه هر څه وغواړی، نو هغه به په کې تر لاسه کولی شی، بلکې اوس افغان ځواکونه په هر وخت کې د هېواد دفاع او ساتنه کولی شی،که څه هم دښمن به د لنډ وخت لپاره یوه سیمه لاندې کړی، خو ساتل یې ورته ګران کار دی او ډېر ژر بېرته له درنې مرګ ژوبلې او سختې ماتې سره مخ کېږی، نن هم که دښمن له بېلابېلو لوریو د ولایتونو پر مراکزو د یرغلونو هڅه وکړی، نو له سختې ماتې سره به مخ کېږی! که هلمند دی، که بدخشان دی او که د هېواد کومه بله لرې پرته یا هم لوړه ژوره سیمه، دا ټولې د افغان حکومت لپاره مهمې دی او دا د افغان ولس جغرافیه ده، دښمن ته د دې جغرافیې یوه لوېشت سیمه هم نه شی پرېښوودلی، بلکې دښمن ته به د سر په بیه تمامه شی!

خو افغان حکومت باید دا مسئله را پورته کړی، چې پر هېواد بریدونه، له پاکستانه رهبری کېږی، پاکستان په هېڅ توګه په افغانستان کې سوله نه غواړی او له ډېر وخت را هیسې له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی، له وروستیو یرغلونو د پاکستان او له پاکستان سره د ملګری دښمن اصلی موخه دا ده، چې په هلمند کې ګډوډی رامنځته کړی او د تریاکو پراخې کرکیلې ته لاره پرانیزی،ځکه د تریاکو عمده ګټه د هغوی خزانو ته لوېږی، ځکه هلمند د افغان حکومت په لومړیتوب کې دی، چې د تریاکو بدیل کښتونه او مېوې په کې رواج کړی. همدا رنګه پر بدخشان هم د دښمن د یرغل اصلی موخه دا ده، چې د دغه ولایت پر مهمو او قیمتی کانونو ولکه ټینګه او د لوټ تالان لپاره یې زمینه برابره کړی! افغان حکومت باید د دښمن د دې ناوړو موخو لپاره په خپل وخت ګامونه پورته کړی او دښمن پرېنږدی، چې خپلو دغو ناوړو موخو ته ورسېدای شی!


ممکن است شما دوست داشته باشید