روزنامه هیواد

د وطندار پروګرام له لارې له بامیانو څخه د ۱۶ ولایتونو د ځوانانو لیدنه

د افغانستان د ۱۶ ولایتونو پنځوس تنو ځوانانو د «وطندار» په نوم دیوه فرهنګی پروګرام په چوکاټ کې د بامىانو ولاىت ته سفر کړى دى. دوى به له تاریخی ځایونو څخه لیدنه، فرهنګی مجلسونه او له یو بل سره د دودونو تبادله کوی. دغه پروګرام د سىمه ییزو ارګانونو ادارې او د بامیانو ولایت دسیمه ییزې ادارې په همکارۍ جوړ شوى دى. په وطندار پروګرام کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵۰ ځوانانو ګډون کړى دى. دوى د سفر په ترڅ کې د بامیانو د مهمو تاریخی سیمو او آثارو؛ لکه: د صلصال او شهمامه بتان، د بند امیر پارک او د ضحاک او غلغلې تاریخی ښارونو څخه لیدنه کړې ده.

د دغه پروګرام تنظیموونکى نادر عمری وایی چې دغه سفری پروګرام په ۱۳۹۷ کال له بلخ ولایته پیل شو چې سږکال د ننګرهار او بامیانو ولایتونو ته هم شوى دى. عمری وویل: په راتلونکی کال کې به د وطندار پروګرام، دهرات، کابل او بدخشان ولاىتونو ته هم سفرونه ولری.

ده د دغه پروګرام اصلی موخه د ځوانانو ترمنځ تعامل، د هېواد د مختلفو سیمو له دودونو سره اشنایی، سیمه ییزو غذاګانو معرفی او فرهنګی تبادله وښوده. عمری وایی: دغه ډول پروګرامونه د افغانستان د قومونو تر منځ د پیوستون او اتحاد لامل هم ګرځېدلى شی. په افغانستان کې څلور لسیزو جګړو، پر مادی زیانونو اړولو علاوه، افغانستان ته معنوی زیانونه هم اړولی چې سمتی او ژبنی اختلافات یې هم یوه بیلګه ده. نه یوازې جګړو بلکې په ورستیو کلونو کې راولاړ شویو سیاسی جنجالونو هم د دغه ډول اختلافاتو په ډېرېدو کې رول لرلى دى. خو د وطندار ګډونوال وایی چې دغه ډول سفرونه کولاى شی د افغانانو ترمنځ مینه او محبت ډېر کړی. عصمت الله همت چې له خوست څخه بامیانو ته راغلى وایی چې بامیان د «افغانستان جنت» دى. د هغه لپاره دا ډېره په زړه پورې ده چې په دغه ولاىت کې ښځې هم د نارینه وو په څېر په فرهنګی او هنری پروګرامونو کې ګډون کوی او فعاله برخه په کې اخلی. دى وایی: «زما پیغام نورو کورنیو ته دا دى چې په کال کې یو ځل بامیانو ته راشی او د دغه ولایت له ښکلو طبیعی منظرو، آب و هوا او امنیت څخه خوند واخلی.))

د بامیانو امنیت، سوله، د یوبل منل او کوربه توب، د وطندار د ګډونوالو پام ځان ته ورړولى دى. رحمت الله صافى چې له ناامنه ولاىت کندز څخه تللى وایی چې بامیان د تمدن، فرهنګ او هنر سمبول دى. ده زیاته کړه: (( زما لپاره د ویاړ ځاى دى چې بامیانو ته راغلى ىم. له یووالی او هڅو څخه مې ډیر څه زده کړل. زه ډېر خوښ یم چې د افغانستان په دغې سیمه کې امن دى او اوسېدونکی یې د سولې او صمیمیت په فضا کې ژوند کوی.)) په  وطندار پروګرام کې د تیاتر نندارې، موسیقی او د نڅا او اتڼونو په څیر فرهنګی او هنری پروګرامونه شامل دی. له لرغونو او تاریخی ځایونو څخه لیدنه هم د دغو پروګرامونو یوه برخه ده. وړمه ورځ جمعه د دغه پروګرام ګډونوال د بامیانو ولایت په زنانه باغ کې سره راټول شول او خپل پروګرامونه یې مخته یووړل.

له دایکندی ولاىت څخه بامیانو ته راغلې نیک بخت دادفر وایی: «ډىره خوښه یم چې له خپلو پښتنو، تاجکو، هزاره او ازبیک وروڼو سره ګډ سفر کوم. زه د افغانستان د ښکلو او لیدونکو ځایونو له لیدلو خوند اخلم. دې وویل: کاش چې د افغانستان ټولې سیمې امن وی تر څو کورنۍ وشی کړاى د چکر او مېلو له پاره هر ځاى ته سفرونه وکړی. بامیانو ته له ۱۶ ولایتونو څخه راغلیو ځوانانو د خپل پروګرام په پاى کې یو مطبوعاتی کنفرانس هم درلود. دوى په دغه کنفرانس کې د بند امیر د ۱۷ کیلومتره سړک او د شیبر تو هوایی ډګر د قیرولو، همدا ډول د لرغونو او تاریخی سیمو د حفاظت او بیارغونې او د کابل- بامیانو په شمول د افغانستان د ټولو لویو لارو د امنیت د ټینګښت غوښتونکی شول.

ىادو ځوانانو د افغانستان خلکو ته په خطاب کې وویل چې جګړو، ناامنیو، بدبختیو او تاوتریخوالو ته بس ووایی تر څو یوه ورځ د افغانستان ټولې سىمې د بامیانو په څیر امن او سوله ییزې وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید