روزنامه هیواد

د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډې د ناامنو ولسوالیو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د وسله‌وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه د دوشنبې په ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې د هېواد امنیتی او دفاعی مسوولینو په غزنی، ارزګان، فراه، بغلان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د تهدیدونو د له منځه وړلو په اړه د امنیتی او دفاعی ارګانونو د اجرااتو راپور غونډې ته وړاندې کړ. په دغه غونډه کې په مشخص ډول پر امنیتی وضعیت او په جاغوری، مالستان، ترینکوټ، خاص ارزګان، چهارسده، فراه ښار، پشتون کوټ او المار ولسوالیو او سرحوض سیمه کې پر امنیتی وضعیت او د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر اجرااتو تفصیلی بحث وشو او د ځواکونو د اعزام او تجهیزاتو ډاډ ورکړل شو. همداراز په غونډه کې د مرکزی سیمو د امنیت تامین په برخه کې د ملی امنیت د قطعې د جوړولو پر پرمختګ خبرې وشوې. د هېواد جمهوررییس د امنیتی او دفاعی ځواکونو د زړورتیاو او قربانیو ستاینه وکړه او امنیتی او دفاعی مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو ولسوالیو د تهدیداتو په له منځه وړلو او د امنیت پر تامین  زیات تمرکز وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید