روزنامه هیواد

د وسله والو طالبانو عایداتی سرچینې

دا ډله سربېره پر دې، چې د سیمه ییزو استخباراتو له لوری په پراخ ډول تمویلېږی، باجګیری او دنېشه یی توکو قاچاق هم کوی.د دې ترڅنګ دغه ډله په وسله والو غلاوو او د کانونو په ناقانونه استخراج کې شریکه ده.وسله وال طالبان خپله هم منی، چې په ځینو لویو لارو کې له بار وړونکو موټرو څخه باج اخلی.دوی دغې باج ګیرۍ ته د ګمرکی عوایدو نوم ورکوی.د وسله والو طالبانو هغه پاڼې هم په ځلونوـ ځلونو رسنیزې شوی، چې له بار وړونکو موټرو څخه له باج اخیستو وروسته یې هغوی ته د محصول د اصولیدو د تائید پاڼو په نامه ورکړی. په دې وروستیو کې د سلام وطندار راډیو په خپل څېړنیز راپور کې ویلی، چې یاده ډله د ګمرکی عوایدو او زکات ټولولو له لارې د کال ۲۲ میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کوی.یاده ډله د هېواد په شمالی، جنوبی، ختیځو او غربی سیمو کې د ګمرکونو په نامه ورته فعالیت لری او باجګیرۍ کوی.د دې ترڅنګ د وسله والو طالبانو تر ټولو مهمه عایداتی سرچینه د نېشه یی توکیو قاچاق دی.اریانا نیوز خبری سرچینې په یوه راپور کې ویلی، چې وسله وال طالبان هرکال د دغه قاچاق له کبله له سلو تر څلور سوو میلیونو ډالرو پورې عاید لری.

د کانونو ناقانونه استخراج:
 د دې ترڅنګ وسله وال طالبان د کانونو د ناقانونه استخراج له اړخه هر کال تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې عاید لری.افغانستان د ډبرو سکرو ، مسو، وسپنې، یاقوتو، زمردو، سرو زرو او سپینو زرو مهمې سرچینې لری.

وسله وال طالبان د افغانستان په مختلفو هغو سیمو کې، چې د دوی تر کنټرول لاندې دی او دغه کانونه په کې موجود دی، د یادو کانونو په ناقانونه کېندنو کې لاس لری.دوی که څه هم خپله د دغو کېندنو لپاره بشری ظرفیت او مسلکی خلک نه لری، خو له نورو کېندونکو ډلو سره په کېندنو او قاچاق کې شریک دی.خلک هم تر ډېره له یادې ډلې ښه زړه نه لری او وخت په وخت یې له ناقانونه کارونو او زور ګیریو شکایتونه کوی.       طارق

ممکن است شما دوست داشته باشید