روزنامه هیواد

د وزیرانو شورا د اقتصادی کمېټې په غونډه کې د ټاپی او کاسا زر پروژو پر چارو بحث وشو

په دې غونډه کې لومړی د اقتصاد وزیر د غونډې اجندا وړاندې کړه او د اجندا له مخې د ټاپی پروژې د چارو د پرمختګ په اړه د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرستې خپل راپور وړاندې وکړ. په دې راپور کې ویل شوی و، چې تر اوسه د ټاپی پروژې چارې ښې روانې دی، د مځکو د استملاک په برخه کې ستونزې شته چې له اړوندو وزارتونو سره یې د حل لپاره اقدام کوی؛ خو دغه پروژه نه ده ځنډېدلې.

آغلې نرګس نهان وویل، چې د ټاپی پروژې پلی کوونکیو شرکتونو سره هوکړه شوې چې له سیمې څخه کارګر وګوماری او شرکت مکلف دی، چې دا هوکړه رعایت کړی، د دې ترڅنګ په کې د اړتیا پرمهال د مېرمنو، راستنېدونکیو او مسلکی کسانو شاملول هم په نظر کې نیول شوی دی.نوموړې زیاته کړه، چې تر اوسه د دې پروژې د پلی کولو لپاره اته توافقپاڼې لاسلیک شوې؛ خو پر وینا یې چې اته نورې پاتې دی او له اړونده ادارو یې وغوښتل چې ورسره همکاری وکړی چې دغه توافقپاڼې چې په بېلابېلو برخو کې دی، لاسلیک شی.د یاد وزارت چارواکیو وویل، چې اوس په هرات کې د ټاپی پروژې اړوند پنځه پروژې جریان لری، چې د ماین پاکولو، د مځکو د استملاک، د چاپېریال ساتنې او تصفیې سروې ګانې هم جریان لری.اجرائیه رییس د یادې پروژې له چارو خوښی وښووده او له ټولو ادارو یې وغوښتل چې خپلې چارې په همغږی ډول مخ ته یوسی.

اجرائیه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله یاد وزارت ته لارښوونه وکړه، چې افغانستان ته د ګازو د ورکړې قیمت باید معلوم شی او هم د دې پروژې د ترسره کولو لپاره دې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه شی او ټولې ادارې باید په علاقمندۍ کار وکړی.دغه راز د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمدګل خلمی بیا د کاسا زر پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې پروژې څخه به په کلنی ډول شپېته مېلیونه ډالره عاید د دولت خزانې ته راشی او زرګونه کسانو ته به کار پیدا شی. هغه هیله وښووده چې د دې پروژې چارې په ښه ډول روانې دی. د اجندا له مخې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ مرستیال عبدالهادی هدایتی د ډیجیټال کاسا پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې پروژې په عملی کېدو سره به په هېواد کې د انټرنیټ بیې له نیمایی هم را ښکته، ظرفیتونه به لوړ او د انټرنټ کاروونکیو شمېر به لوړ شی. هغه وویل، د دې ترڅنګ به په الکترونیکی حکومتولۍ کې د پام وړ پرمختګ راشی، ښه خدمتونه به وړاندې شی او افغانستان به په سیمه ییزه کچه د فایبر نوری له لارې وصل شی. دغه راز د یاد وزارت چارواکیو د ټولو مخابراتی قوانینو او طرزالعملونو د بیا ارزونې خبر هم ورکړ. اجرائیه رییس د دې پروژې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په ځینو سیمو کې چې نا امنی او نورې ستونزې شتون لری باید پیشګیرانه تدابیر ورته ونیول شی.
د غونډې بله برخه د سیمه ییزې همکارۍ وه، چې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اقتصادی کمېټې ته په خپل وړاندې شوی راپور کې وویل، چې افغانستان د مګړۍ په سیمه ییزه کچه ښې لاسته راوړنې لری.د بهرنیو چارو وزارت اقتصادی مرستیالې عادلې راز وویل، چې د دغو لاسته راوړنو د ساتنې پراختیا او سیاست د تعادل کولولپاره یوه واحد چتر ته اړتیا ده او د سیمه ییزو همکاریو اهمیت دا اړتیا پیدا کوی چې دا چتر را ایجاد شی.د یاد وزارت په راپور کې وړاندې شوی وو، چې دغه وزارت د ریکا، د آسیا زړه هېوادونو د کنفرانسونو او نورو مسایلو په اړه مکمل اسناد لری او په دې برخه کې ښه اقدامات ترسره شوی دی. اجرائیه رییس یوې کمېټې ته دنده ورکړه، چې په دې اړه یوه طرحه برابره کړی، څو دا واحد چتر د یوې بین الوزارتی کمېټې یا عالی شورا تر عنوان لاندې ایجاد شی ،چې  مسایلو ته ښه رسیدګی وشی.د غونډې په پای کې د رېل پټلۍ ادارې د خپلو چارو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې تر اوسه ښې لاسته راوړنې لری او په وینا یې چې له ایران سره د رېل پټلۍ د ایجادولو په درېیم پړاو کې له ستونزو سره مخ دی او د حکومت له رهبرۍ څخه یې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې ادارې چارې وستایلې او غوښتنه یې وکړه، چې د ټولو ستونزو او لاسته راوړنو مفصل راپور دې اجرائیه ریاست ته وسپاری، چې په اساسی ډول د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره اقدام وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید