روزنامه هیواد

د ورېښمو د تاریخی لارې اقتصادی ارزښت

د ورېښمو نامتو او لرغونې لاره له ستړیاوو او ستونزو ډکه یوه پخوانی سوداګریزه او اقتصادی لاره وه چې یادونه یې د دې لپاره تر ننه پورې راغځېدلی چې دې لارې نه یوازې دوګړو د ګېډو ډکولو لپاره اقتصادی اهمیت درلود،بلکې د ختیځ او لوېدیځ د فرهنګونو داتصال لاره هم وه،انسان چې کله د مځکې پرمخ ګام اېښی د خپلو اړتیاوو د لیرې کولو او پوره کولولپاره یې تل له طبیعت سره په مختلفو بڼو لاس او پنجه نرم کړی او هرڅه ته یې چې تکل کړی پرې بریالی او لاس بری شوی،چې پخوانی انسانان له ننه وړاندې آرام نه و، هغوی په ډېر زور ځان ته روزی ګټله  او د خپل اقتصادی اړتیاوو لپاره یې ډېر زحمتونه اوکړاوونه ګالل، د میاشتو اوکلونو اوږده سفرونه یې د ستړیاوو، چاودو او تڼاکو پښو په ذریعه ترسره کول او د اوس په شان به نن دلته او سبا د الوتکې په سپرلۍ د نړۍ پر بل براعظم کې نه ګرځېدل، لنډه داچې هغه وخت بشریت د مځکې په محدوده کې بیچاره او بېوزلی و، دوی به د راحلو (اوښانو ، آسانو، کچرو او فیلانو) اوږده کاروانونه ( قافلې)  ترمخ کړې وې او له یوه ځایه به بل ته د خپلو مقصدونو په لور پلی او پښو لوڅی تګ او راتګ کاوه،د قافلو نوم زموږ په فولکلوریکو او اساطیری روایاتو اوادبیاتو کې ډېراورېدل کېږی،د قوی قافلو اوږده قطارونه به په سلامتۍ له خپل مقصده رسېدل،خوکمزورې قافلې به کله ناکله د لارې په اوږدوکې د سیمه ییزو بدغونیو (غلو) له لوټ او تالان سره هم مخ کېدې.

دا قافلې به په هغه اوږده لیکه یوازې تللې چې نن یې د ورېښمو په لاره شهرت موندلی دا لویه او تاریخی لاره په ختیځ اولوېدیځ غځېدلې یوه بین القاروی اوستره لاره وه چې یادونه یې اوس هم د پخوا پرڅېر تازه دی، دغې لارې نه یوازې اقتصادی ارزښت او اهمیت درلود،بلکې دا لاره د ملتونو ترمنځ د سیاست،فرهنګ،هنر، دیانت او اقتصاد د تشریک د یوه ستر میراث په توګه نن هم په ژوندی نامه یادېږی، په سوداګرۍ سربېره به د دې لارې په اوږدوکې د پرتو ولسونو او تېرېدونکو قافلو ترمنځ اړیکې قوی کېدې او د کرنې اوبولګولو او همدارنګه له مځکې د کاریزونو په ذریعه د اوبو د را ایستلو تجربې شریکېدې،د ورېښمو په لاره سوداګری په لسګونو ښېګڼې نورې هم درلودې د غلو دانو مفید تخمونه له یوه ځای نه بل ته نقلېدل اوتجربه کېدل، لنډه داچې د ورېښمو په لاره نه یوازې د دې لارې مسمات توکی نقلېدل بلکې د مختلفو جغرافیاوو پیدا وار پېژندل کېدل او شریکېدل د ورېښمو له لارې له دوهمې میلادی پېړۍ ترپنځلسمې میلادی پېړۍ پورې د ۱۳ پېړیو پر موده پرله پسې ګټه اخیستل کېده .

که څه هم یو شمېرتاریخ پوهان په دې باوردی چې د ختیځ او لوېدیځ د فرهنګونو ترمنځ د لومړی ځل لپاره له میلاده د مخه په څلورمه پېړۍ کې داسکندر مقدونی د فتوحاتو په ترڅ کې آشنایی را منځ ته شوه دا هم سمه ده،خو د اسکندر مقدونی ماموریت له لوېدیځه د ختیځ په لور زیاتره په جنګونو او فتوحاتو ولاړ و او په کمه اندازه د تمدنونو په شریکولو اوځلولو .

 د ورېښمو په لاره تګ راتګ بیا هغه ځانګړی سوداګریز،اقتصادی او فرهنګی ماموریت و چې په هغه کې جنګ نه،بلکې په هرکاروان کې به نه یوازې سوداګریزه امتعه،بلکې مورخین،جهان ګردان،ادیبان ،شاعران،هنرمندان او نور اهل فن کسان شامل وو، یا پر بل عبارت توپېر په دې کې و چې دغو کسانو (قافله سالارانو) به د اسکندر مقدونی د لښکریانو په شان له خلکو او ولسونو سره جنګ نه کاوه،بلکې له دوی نه اقتصادی،ادبی،فرهنګی او فنی ښکلاوې خورېدې،دوی به لاره کې د پرتو پرګنو له مدنیت عنعناتو او دودونو سره آشنا کېدل له هغوی ته به یې خپل نوی شیان ور زده کول او له هغوی به یې نوی شی زده کول چې په دې توګه ویلای شو چې د ورېښمو لاره نه یوازې اقتصادی لرلیکه  وه، بلکې د تمدونونو د تلاقی کېدو لاره هم وه.

که د ورېښمو د لارې د پیدایښت لاملونه را وپلټو،نو عجیبو واقیعتونه به وروصل شو،ځکه د نړۍ لومړنی مدنیتونه اکثراً په روم او یونان کې را منځ ته شوی او یونیانانو به د اوسنۍ نړۍ په جغرافیا کې تل خوځنده او متحرک وو اوهرګوټ ته به یې سوداګریز اوکله هم نظامی سفرونه کول تردې منځ دوی یو وخت په سمندری اوږدو لارو د اوسنی هند د سمندر د ساحلونو له لارې افغانستان ته را ورسېدل چې په نتیجه کې د (ماتس تی تیانوس ) په نامه یوه یونانی سوداګر د خپلې سوداګریزې امتعې د انتقال لپاره افغانستان ته د وچې هغه لاره چې له (ام البلاد بلخ) شروع کېده او د روم او یونان ښارونه یې له یو بل سره نښول کشف کړه،نوموړی سوداګر د نورې سوداګریزې امتعې د انتقال ترڅنګ د ورېښمو نفیسو توکو ته هم ور پام شو او له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې دا نفیس توکی به د اروپا بازارونو ته رسوی،دا وخت ورېښم له اروپا ډېرلرې په ختیځ ترکستان کې چې مهم مرکزونه یې سنګیانګ، کاشغر او ختن وو،تولیدېدل او ترسور پورې په پرتو سیمو لکه انیتوش،بریت،سیدان او تیرکې به رنګېدل اوکوکړۍ کېدل،ورېښمو او د ورېښمو ټوکر د روم په سترواکۍ کې د خپل اهمیت اوکیفیت له پلوه ډېر مینه وال او اخیستونکی درلول او په لاره کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو هم د هغه د رانیولو او لیږدلو له لارې ډېره ګټه ترلاسه کوله، له دې وروسته ورېښمواود هغه نفاست د لوېدیځ فرهنګ ته هم لاره وموندله.شاعرانو به د ورېښمو په اړه ښکلی شعرونه جوړول چې ښې بېلګې یې د مولوی عطار،سعدی،حافظ اوخیام په شعرونو کې لیدلی شو، د ورېښمو په اړه دغه اشعار د چین ځوانانوته هم ورسېدل او په مینه به یې زمزمه کول .

د ختیځ «هان » امپراطور (سیوان تی)  په ۶۰ میلادی کال وتوانېد چې «هیونګ نوها » ته چې تراوسه یې د ورېښمو د لارې په یوه لویه برخه تسلط درلود ماتې ورکړې او خپله مخه یې د نویو فتوحاتو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د پخوانۍ نړۍ د نویو جغرافیا وو په لور پرانیستله چې په نتیجه کې د ورېښمو لارې لا پسې رونق وموند او له دې وروسته له لودیځې اروپا د افریقا په لور هم وغځېدله خو د ورېښمو لاره که د پخوانۍ نړۍ په هر لوری تلله لومړی له چینه را پیل کېده د افغانستان له جغرافیا تېرېدله او بیا نورې نړې ته خورېدله چې په دې لړ کې تر ټولو نامی لاره له باختره تېره شوې وه او له باختره بیا دوې لویې سوداګریزې او کاروانی لارې یوه د جوزجان ، فاریاب او بادغیس له لارې د سبزک په غاښی هرات ته اوښته او د ایران له همدان سره وصلېده او بله د هندوکش په غاښیو را اوښته او کاپیسا ته را رسېده او په کاپیسا کې دا لاره پر دوو برخو وېشل کېده چې یوه یې د اوسنی تګاب او نجراب له لارې لغمان ، کونړ،  اسمار، چترال او سوات ته منتهی کېده او بیا پیښور ته رسېدله چې له هغه ځایه تکسیلا ته رسېده او بیا هند ته ورلوېدله، بله لاره د کابل، لته بند، سروبی، وریښمین تنګی، ننګرهار او هډې له لارې مخامخ د آباسین څنډو ته ورلوېدله او په دې ترتیب د بلخ په مرکزیت سره د وریښمو لاره ختیځ او لوېدیځ دواړو اړخونو ته غځېدله .

د ورېښمو په لاره له چین نه ورېښم، وریښمین ټوګران، لاک، پوستکی،وسپنه، سره زر او نِکل راوړل کېدل او له باختره بیا ښیښه یی لوښی او ښکلې تیږې، جواهرات او نورچین ته وړل کېدل ، ورېښم اوله ورېښمو جوړشوی ټوکران هغه نفیس څیزونه وو چې تر نن پورې یې ارزښت اونفاست پرځای پاتې دی،نوله دې کبله د هغه وخت له کېږدۍ میشتو انسانانو بیا ترشاهی ماڼیو پورې وریښمو او ورېښمینو ټوکرانو ته اړتیا محسوسېده او له مرکزی آسیا نیولې بیا د روم تر قیصرانو پورې خوارو او خانانو ټولواستفاد ترې کوله، نوځکه د سوداګرۍ دا لویه د ورېښمو په نوم شوه اولا تراوسه هم په خپل پخوانی او تاریخی عظمت د وریښمو د لارې په نوم یادېږی، چې له برکته یې زموږ به هېواد کې هم خپل پاتې یادګارونه په ځای پرایښی ځکه له سروبی ښکته د کابل سیند پر غاړه وریښمین تنګی له خپلو سپیرو کلکو تیږو او ګاګرو سره سره اوس هم د وریښمین تنګی په نوم یادېږی .

وختونه واوښتل زمانې تیرې شوې سمندری لارې ډاډمنې شوې، اورګاډی او موټر رامنځ ته شول، الوتکی په هوا وګرځېدې هوایی کرښې وټاکل شوې،مځکنۍ او سمندری سوداګرۍ پراختیا ومونده خو د وریښمو لاره اوس هم په خپل پخوانۍ عظمت یاده او تل پاتې ده ، سوری شیرشاه چې د اوسنی هندوستان په زړه کې کومه لاره د افغانستان په لور را تیره کړه د قافلې لاره بلل کېده، د دې لارې پلونه هم تر ډېره ځایه د وریښمو د لارې پر پلونو را تیرشوی وو اوهغه لاره یې په نښه کوله .

د ورېښمو لارې په مذهبی لحاظ هم له لوی اهمیته برخمنه ده،ځکه د ورېښمو په کاروانو کې لکه د مخه چې وویل شول د مورخینو فرهنګیانو او ادیبانو تر څنګ به روحانیون، علما، کشیشان هم شامل وو بودایی دین که څه هم د لومړی ځل لپاره په هند کې را منځ ته شو،خو له افغانستانه د ورېښمو د کارونوو  په غېږه کې چین ته ولاړ او له هغه ځایه کوریا او جاپان ته ورسېد ، په دوهمه میلادی پېړۍ کې کوشانی امپراطورکنشکا چې د بودایې دین له مشهورو مبلغینو او مشوقینو څخه و،خپل مشهور مبلغ « کوبها را ونا » د بودایی دین د تبلیغ لپاره د چین خاقان ته ورولېږه او په دې توګه د چین وګړی د کنشکا د واکمنۍ پر مهال بودایی دین ته دعوت شول د (مارکو پولو) پرقول د تون هوانګ ښار چې اوس دې دونګ هیوان په نوم یادېږی په منځنیو پېړیو کې د بودایی دین له مهمو مرکزونو ګڼل کېده چې د بودا ترسلو فوټونو لوړې مجسمې اوس هم په کې موجودې دی، د یو شمېر متخصینو د وینا له مخې د میترا آئین چې له مسیحیته د مخه د پخوانیو آریانیانو یو مشهور دین و ، په پېړیو پېړیو یې د ورېښمو د لارې په اوږدو د خپل موجودیت د بقا هڅه کوله، همدارنګه د لوېدیځ له پلوه په ۶۷۶ میلادی کال د اسلام د سپیڅلی دین مبلغین هم د ختیځ په لوری د چین ترپولو ورسېدل په ۷۱۰ کال بخارا او سمر قند فتح شول،همدارنګه په۷۱۱کال کاشغر او په  ۷۱۳ خوارزم فتح شول چې په دې توګه د اسلام د سپیڅلی دین په اشاعت کې هم د ورېښمو لارې مهم رول لوبولی دی.

یوه ټکی ته مورخینو د دې لپاره چې د ورېښمو د لارې اهمیت او تاریخی لرغونتوب خدشه دارنشی اشاره نه ده کړې هغه داچې د ورېښمو د لارې پرپلونو د متریوس له ۲۰۰- ۱۶۰ مخ کې له مېلاده ترسند او اوپنجاب پورې پرمخ ولاړ، همدارنګه د متریوس جنرال مناندرشمالی هندوستان ترګنګاه پورې مسخرکړاو په دې ترتیب یې د خپلې امپراطورۍ سیاسی حدود د ایران له دښتو د سیحون اوجیحون په امتداد دګنګاه ترحوزې پورې ورسول، چې په ۱۷۰مخکې له مېلاد د یونان باختری فتوحاتوخاتمه وموندله، د اوږدې زمانې په تېرېدو سره له چینه هم مهاجمین د لوېدیځ په لوری را مات شول چنګېز، تیمور او مغلیان هم د ورېښمو په لاره د افغانستان په لوری را غلل او ترجزیره العرب پورې یې د ملتونو د وینو پرتویولو ځانونه ورسول.

د وریښمو لاره اوس په ظاهری شکل شاړه او ویجاړه پرته ده، خو په باطنی لحاظ  کرښې او حدود یې اوس هم ټاکلې لازمه ده،چې د سیمې هېوادونه د ورېښمو لاره د تاریخی یاداشتونوپه رڼا کې په نښه کوی، چې یو ځل بیا د سیمې هېوادونه د وریښمو په دې پسته او نرمه لاره سره را ونښلوی او د جګړو ، وینې تویولو نفرت  او کرکې ټولې کرغیړنې کرښې له سیمې پورته او د اوسېدونکو زړونه یې د ورېښمو په مرغلین مزی سره نېږدې کړی. لنډه داچې د ورېښمو لارې پېړۍ پېړۍ د ختیځ او لوېدیځ د خلکو به غنامندۍ کې مهم رول لوبولی دی او له پورتنۍ مقالې زموږ مقصد هم دادی چې د جنګ جګړو پرځای سوداګری ته چې یوه اقتصادی او انسانی پروسه ده مخه وکړئ د اقتصادی پروسې وده او پرمختګ انسانان پرځان باوری کوی که د ورېښمو د لارې په اقتباس د هغه ملتونو ترمنځ چې پخوا د دې لارې پرسر پراته وو او یا یې د دې لارې پر سر ستړی ستومانه کاروانونه او قافلې چلول اوس هم د راحلو پرځای له ترانسپورتی وسایطو لکه الوتکو اورګاډیو اونورو نقلیه وسایطو  کار واخلی څومره ښه او انسانی کار به وی ځکه جنګ جګړې او خصومتونه بدبختۍ کینې او نفرتونه زېږوی.

له پورتنی اوږده تقریره زموږ مقصد دادئ چې اوس خو د پخوا په شان زمانه ساده نه ده، تکنالوژی اوج ته رسېدلې د ژوند امکانات ډېر شوی راځئ د خپل هېواد اقتصادی زېرمې په کار واچوو، کانونه استخراج کړو ، کرنیز سکتور ته په ودې ورکولو سره د خپلو محصولاتو کچه لوړه کړو ، دې فابریکو په ذریعه تولیداتو ته مخه کړو، تولیداتو او محصولاتو ته نړیوال بازار ومومو او خپل اقتصاد پخپله پر پښو ودروو . 

حیات الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید