روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د وریجو په تولید کې نهه سلنه زیاتوالى راغلى

د وروستیو شمېرو پر اساس، د تېر کال په پرتله د وریجو سږنی حاصلات نهه سلنه زیات شوی دی. دغه زیاتوالى د وریجو د تولید په برخه کې د کابو ۶۶ سلنې ځان بسیاینې او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وریجو د وارداتو د کموالی لامل شوى دى.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمی وایی: «دغه سروې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو دلوی ریاست له خوا په ګډه تر سره شوې ده د وریجو د تولید د کچې مالومولو لپاره «دشولو د بوټو د پرې کولو سروې پلی کول» یا ( Paddy Crop Cut Survey) او په هېواد کې د شولو د کروندو د کچې د مالومولو په پار د « GIS » او ( Remote Sensing ) له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده.»

ددې سروې پر بنسټ روان کال د هېواد د ۱۸ ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې شولې کرل شوې وې، چې په دغو ولایتونو کې د شولو د کرکېلې ټوله سیمه کابو ۱۲۸ زره هکټارو ته رسیږی، چې تېر کال دا شمېره کابو ۱۱۶ زره هکټاره وه.

کندز، تخار، بغلان، ننګرهار، بلخ، کونړ، سرپل، بدخشان، بامیان، غور، دایکندی، ارزګان، هرات، بادغیس، لغمان، کابل، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دی، چې په کې د شولو کرکیله کېږی. په هېواد کې د وریجو د تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې کندز لومړۍ مقام لری.

ښاغلی رستمی وویل: «ددې سروې پر بنسټ په هېواد کې د تېرکال په پرتله د شولو کروندې هم نهه سلنه زیاتې شوی دی. د یادې سروې پر اساس په هغو ولایتونو کې، چې سږکال د شولې کرکیله شوې ده پرېمانه اوبو شتون درلود او د شولو کروندګرو د خپلو عوایدو د زیاتوالی په پار د خپلو کروندو سیمې پراخې کړی دی.»

د ښاغلی رستمی په خبره د اوبولګولو د شبکې جوړول، د شولو ښه حاصل ورکوونکی نژادونه (ورایټۍ) پېژندل او بزګرانو لپاره دشولو روزنیزې- ننداریزې قطعې جوړول د شولو د حاصلاتو په زیاتوالی کې رغنده رول لوبولى دى.

ددې سروې د اټکلی شمېرو له مخې روان کال د وریجو د تولید کچه کابو ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسیږی او د تېر کال په پرتله چې ۳۵۲ مټریک ټنه وه نهه سلنه زیاتوالى ښیی. په ۱۳۹۷ یم کال کې ۳۵۲ زره مټریک ټنه وریجه تولید شوې وه، خو سږ کال دغه شمېره ۳۸۳ زره مټریک ټنو ته رسېږی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمی وویل:«افغانستان په کال کې ۵۸۸ زره ټنه وریجو ته اړتیا لری، چې اوسمهال د ۳۸۳ زره ټنو په تولید سره خپله ۶۶ سلنه اړتیا پوره کوی.»

ده زیاته کړه، چې د تېرکال په پرتله د وریجو په نهه سلنې زیاتوالی سره، د روان کال د لومړیو درېو ربعو په ترڅ کې هېواد ته د وریجو واردات د تېر کال د درېو ربعو په پرتله د ۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت کابو ۱۸۰ زره مټریک ټنه کم شوی دی. د شمېرو له مخې په وروستیو درېو کلونو کې د وریجو واردات مخ په کمېدو دی د ۱۳۹۶ یم کال په درېو لومړیو ربعو کې د وارداتو کچه د ۱۵۳ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت ۲۳۴ زره ټنه وه، په ورته وخت کې په ۱۳۹۷ یم کال کې د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸۰ زره مټریک ټنه او د روان کال په درېو لومړیو ربعو کې د ۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۲ زره ټنه ده.

دتېر (۱۳۹۷) یم کال په درېو ربعو کې هېواد ته د وریجو د وارداتو ارزښت څه باندې ۹۴ میلیونه ډالرو ته ورسېد خو په روان کال کې د تولید د کچې په زیاتېدو سره د کال په لومړیو درېو ربعو کې ددې محصول د وارداتو ارزښت ۶۵ میلیونه امریکایی ډالرو (۱۳۲ زره مټریک ټنو) ته راښکته
شوې ده.

باید وویل، شی، چې په ۱۳۹۷ یم کال کې د شولو د تولید کچه د ۱۳۹۶ یم کال په پرتله څلور سلنه زیاته شوې وه.

د غنمو تر څنګ وریجې هم د افغانانو اساسی خواړه دی. په هېواد کې د وګړی کلنۍ وده هم یاد تولید ته د خلکو اړتیا ډېره کړی ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو لوى ریاست تل هلې ځلې کوی، چې د کرنیزو تولیداتو کره معلومات او شمېرې راټولې او د خلکو په واک کې یې ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید