روزنامه هیواد

د وردګو ولایت د مڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوی

د وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله د دې ولایت د مڼو د بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوی دی. د دې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد (( تسل)) وایی، چې سږکال به د دې ولایت د مڼو له بڼونو څخه څه باندې ۱۲۰ زره ټنه مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شی.

په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د دغه ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال کې په سلګونه جریبه مځکه کې د مڼو د نویو ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوی جوړ شوی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې هم په وردګو ولایت کې د مڼو د بڼونو د ترویج لپاره په سلګونه جریبه مځکه کې د مڼو بڼونه جوړ کړی دی.

د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نورې  هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوی.

په وردګو ولایت کې بېلابېلې مېوې شتون لری ، خو د دې ولایت مڼه نړیوال شهرت لری. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا د دې سبب شوې، چې د وردګو ولایت په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.

د ښاغلی تسل په خبره په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هلو ځلو په دې ولایت کې د بڼوالۍ چارې پراخی شوی او د پخوانیو او زړو بڼونو ترڅنګ د مېوو ډېر شمېر نوی بڼونه هم جوړ شوی. د دغه ولایت مڼې ډېرې مشهورې دی، جورسې، مارلینګ، بیروتۍ او ژېړې مڼې یې تر نورو ډېرې مشهورې دې، دغه راز څو ډوله نورې مڼې او زردالو، ګیلاس، شفتالو، بادام، ناک، آلوبالو، انګور، چهارمغز او نورې مېوې هم په دغه ولایت کې پرېمانه کېږی او د هېواد یو شمېر ښارونو ته د پلور لپاره وړاندې کېږی.

د وردګو اقلیم سوړ او په ژمی کې یې هوا ډېره سړه ، خو په اوړی کې معتدله وی ، ځکه نو د دې سیمې مڼې او زردالو تر نورو سیمو غوره والى لری، په ځانګړې توګه وردګو مڼې په سیمه ییزه او آن په نړیواله کچه شهرت لری او دغه ولایت په افغانستان کې د مڼو د تولید له اړخه مشهور دی.

دنرخ، چک، جلرېز، سیدآباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ او مرکز په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکې سیمې دی.

په ټولیزه توګه په دې ولایت کې د مڼو څه باندې اته زره او ۲۶۴ هکتاره بڼونه شتون لری، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوی. د دغو مڼو له ډلې جورسې، مارلینګ، بیروتی، ژیړې، شاهی، کدومڼه او نازک بدنې مڼې د یادولو وړ دی.

تر لاسه شوې شمېرې ښیی، چې روان کال به وردګو د مڼو حاصلات ۱۲۰ زره ټنو ته ورسېږی، چې پر کورنیو بازارونو سربېره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، هند، متحده عربی اماراتو او چین ته به هم صادرې شی.

د وردګوولایت د کرنې رییس ولید تسل وویل، چې د یاد ولایت د مڼو حاصلات له تېرو پنځو کلونو را په دې خوا د ډېرېدو په حال کې دی ده وویل: (( له تېرو پنځو کلونو څخه د دې ولایت د مڼو حاصلات له ۹۰ زره مټریک ټنو څخه تر ۱۲۰ زره مټریک ټنو پورې رسېږی. محیطی شرایطو ته په پام سره هر کال د مڼو په حاصلاتو کې بدلون راځی. په تېر ۱۳۹۷ یم کال کې د دې ولایت د مڼو حاصلات ۱۰۵ زره ټنو ته ورسېدل، خو سږ کال به دغه شمېره ۱۲۰ زره ټنه وی.))

ښاغلی تسل زیاته کړه، چې د دې ولایت د مڼو حاصلات ډېر، خو د مڼو ساتلو لپاره سړې خونې او زېرمتونونه په نشت حسابېږی. د ده په خبره د دې ولایت د مڼو سړې خونې د یو زر او ۵۰۰ مټریک ټنه مڼو ظرفیت لری ، خو په دې وروستیو کې به د دې ولایت په مرکز کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت د مڼو بله سړه خونه هم جوړه شی، خو بیاهم د دې ولایت د مڼو د بڼوالو ستونزې نه شی اوارولی او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته. د ښاغلی تسل په خبره د دې ولایت د بڼوالو بله ستونزه د مېوو د پروسس د مناسب مرکز نشتون دی، وردګوولایت د کرنې رییس وویل: (( په دې ولایت کې د مېوو د پروسس مناسب مرکز شتون لری، چې په نړیوالو ستنډرډونو مېوه پروسس او بازارته وړاندې کړی، چې دا په خپله د مېوو د بازارموندنې په برخه کې لوی خنډ دی.))

ولید احمدتسل وویل، چې د دې ولایت د مېوو او سبو د پلور او بازارموندنې لپاره د مېوو او سبو ټولنې هم جوړې شوی ، چې له دې وروسته به د امنیتی ځواکونو او دولتی ادارو د اړتیا وړ مېوه او سابه د همدغو ټولنو له لارې چمتو شی، چې دا چاره د دې ولایت د مېوو په ځانګړې توګه د مڼو او سبو د پلور لپاره ښې زمینې برابروی.

ښاغلی تسل وویل: د دې ترڅنګ چې تېر کال د دې ولایت د مڼو حاصلات د وچکالۍ له امله زیانمن شوی وو، خو بیاهم بڼوالو دقناعت وړ حاصل لاسته راووړ او له خپلو حاصلاتو خوښ وو. د ښاغلی تسل په خبره روان کال پرېمانه اورښتونه او له بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې ریاست همکارۍ او سلا مشورې د دې لامل شوی، چې د دې ولایت د مېوو او کرنیزو توکو د محصولاتو کچه لوړه شی.

باید وویل شی، چې په دغه ولایت کې د مڼو د بڼونو صنعتی بڼه د لومړی ځل لپاره د ډاکټر عبدالوکیل خان له خوا په پرمختللې بڼه بدله شوه او د دې ولایت ګروندګر وهڅول شول، چې په خپلو مځکو کې د مڼو اصلاح شوی نیالګی کېږدی.

همدارنګه: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملی برنامې «NHLP» له لارې په پکتیکا کې د مڼو یوشمېر متراکم بڼونه جوړ شوی ، چې اوس په حاصل راغلی او د پام وړ حاصل لری.

دغه متراکم بڼونه په دې ولایت کې د مڼو د متراکمو بڼونو د دودولو لپاره په تېرو درېیو کلونو کې جوړ شوی ، چې بزګران یې له حاصلاتو خوښ اود یادو بڼونو جوړولو ته یې لېوالتیا پیدا کړی ده.

د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکی وایی، چې د مېوو متراکم بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې بې سارى پرمختګ دی.

باید وویل شی، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی برنامه « NHLP » پر دې سربېره، چې د متراکمو بڼونو د دودولو په پار هلې ځلې کوی کروندګرو ته تصدیق شوی نیالګی ورکوی، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سیستم په جوړولو او د بڼوالۍ د مدیریت اړوند ځینو نورو برخو کې هم تخنیکی او فنی مرستې کوی.

بزګر اوونیزه

ممکن است شما دوست داشته باشید