روزنامه هیواد

د وخت ارزښت

د وخت د ضایع کولو لاملونه کوم دی؟ آیا وخت راګرځول کېږی؟  وخت داسې سرمایه ده، چې ارزښت یې د سرو زرو په شان دی او که په نړۍ کې د هر قېمتی شی سره یې پرتله کړو، هغه که یاقوت، الماس یا طلا وی، نو د وخت ارزښت به ترې ډېروی.

وخت: د ساعت د عقربې په شان دى  چې تل په حرکت کې وی او هره د قیقه یا ثانیه چې تېرېږی، زموږ له وخت څخه کمېږی. انسان یو ټولنیز موجود دی او الله (ج) ته په مخلوقاتو کې انسان با ارزښته دی، ځکه چې په ټولو مخلوقاتو کې یوازې انسان دی، چې د وخت په ارزښت پوهېږی. انسان چې کله پیدا شی د ژوند کولو وخت یې پیل شی او تر مرګه،چې دی ژوندی وی دا د انسان ژوند دی. انسان یو راحت طلبه موجود دی، تل غواړی چې له نورو انسانانو سره نږدې پاتې شی او له هغوی سره په اړیکه کې وی او په هغه څه باندې بوخت وی چې ستونزمن نه وی او خواری و نه غواړی، ځکه خو خپله له مسوولیت څخه تېښته کوی او وخت بې ځایه ضایع کوی. د انسان وخت د ده عمر دی، که په ژوند کې ترې سمه ګټه واخیستل شی په دنیا او آخرت کې دده د بریالیتوب او نېکمرغۍ لامل ګرځی، خو ځینې خلک یې پروا نه لری په عبث او چټیاتو یې تېروی. وخت تل د بدلون په حال کې دی. یو انسان چې کله ماشوم وی ورو ورولویېږی او  بیا ځوان شی بېرته ماشوم کېدای نه شی او له ځوانۍ  وروسته چې د زړښت دوره ده، بیا زوړ شی، که څوک وغواړی چې بېرته ځوان شی، نو نه ځوانېږی. له همدې معلومېږی، چې وخت په یو حالت کې نه وی، د تېرېدو په حال کې دی، که سر له اوسه ورڅخه ګټه واخلو وروسته به له پښېمانتیا څخه  وژغورل شو.وخت د علم، تحصیل، پیسو ګټلو، د ښه ژوند او روغتیا برابرولو لپاره د دنیایی او اخروی ګټو د لاسته راوړلولپاره لویه سرمایه ده، نو هغه وخت یې په ارزښت پوهېږو چې سمه ګټه ترې واخلو. په ژوند کې اکثره کسان موخې لری، هغه څوک چې موخه لری د وخت په اساس کار کوی. هغه کسان چې د وخت په ارزښت پوهېږی بریالی دی. ځینې  کسان د ژوند لپاره اوږده پلانونه لری، خو د الله تعالی د پلان او ارادې په فکر کې نه دی. الله تعالى ، چې په تقدیر کې د راتلونکی لپاره څه لیکلی وی هماغه کېږی. د بریالیتوب او پرمختګ له شرطونو څخه یو مهم شرط د وخت قدرکول دی، که موږ خپل وخت په هسې بې ځایه خنداکولو او درس نه ویلو تېر کړو بیا به هومره وخت نه وی پاتې، چې بېرته یې له سره جوړکړو، ځکه چې که یو ځل وخت له لاسه ورکړو بېرته نه راګرځی او که تل د تېر وخت په اړه  فکر وکړو او اوسنى وخت هېر کړو، نو نه بریالی کېږو. وخت یوه داسې ارزښتناکه مرغلره ده، چې که څوک یې په ارزښت پوه شی او ګټه ورڅخه واخلی، نو انسان سترو سترو مقامونو ته رسوی، موږ باید د حال په فکر کې شو او د یوحسابی انسان په ډول ژوند وکړو، له ځان سره د هر څه  په هکله حساب وکړو او د خپل هر مسوولیت پر وړاندې بې پروا نه شو. خپله ګټه او تاوان هره ورځ محاسبه کړو، چې باید د ګټې پله مو د تاوان په پرتله درنده وی. په یو حدیث شریف کې راغلی ، چې (( د قیامت په ورځ به انسان یو قدم نه شی اخیستلى،چې د پنځو خبرو ځواب ورنه کړی او په هغو کې دوو پوښتنو ته  چې د عمر په هکله دی، یو دا چې عمر دې په څه کې تېر کړاو بل دا چې ځوانی دې  په څه کې تېره کړه.))  همدا راز نامتو فیلسوف ارسطو د وخت د ارزښت په اړه داسې وایی: ((وخت د الله (ج) یوامانت ضایع کول یې خیانت دی.))

له وخت څخه باید ګټه واخلو ، ځکه چې وخت نه راګرځول کېږی. که را ګرځول کېدای شواى، ارزښت به یې دومره ډېر نه واې لکه اوس چې څومره ارزښت لری. وخت که یوځل له لاسه لاړ بیا یې په مخه ښه. وخت داسې دی لکه اوبه چې په ویاله کې هرې خواته روانې وی، هماغسې ځی او بېرته نه راګرځی له خلکو څخه مې اورېدلی ، چې وایی: نن دا کار نه کوم سبا به یې وکړم. باید چې د نن کار سبا ته پرې نږدو، ځکه هغه وخت چې نن لرو کېدای شی سبا یې ونه لرو. تېر شوى او له لاسه تللى وخت هېڅکله بېرته نه راګرځی. یو منظم ورځنى مهالوېش باید ولرو، چې کار، مطالعه او تفریح په خپل وخت ترسره کړو. هر کار چې ترسره کوو یو ځانګړى وخت باید ورته و ټاکو او په خپل ټاکلی  وخت یې ترسره کړو، داسې  باید ونه شی چې د مطالعې وخت هم په تفریح کې تېرکړو. جلیل القدر صحابی عبدالله بن مسعود (رض) فرمایلی دی:
)) زه به هېڅ څه دومره نه یم پښېمانه شوى، څومره چې په هغې ورځ پېښمانه یم، چې لمر ولوید او زما عمر په کې کم شو اوعمل مې په کې زیات نه شو. د وخت د ارزښت په اړه ګڼ شمېر آیتونه او حدیثونه راغلی دی. الله تعالی د قرآنکریم په ډېروځایونو کې د وخت په اړه قسم کړى ، چې یو له هغو څخه العصر سوره ده. الله تعالی فرمایلى ، ژباړه: (( قسم دی په وخت، چې د انسانانو د ژوند پانګه ده، چې انسان خامخا په تاوان کې دى.))  زموږ په ټولنه کې د وخت د ضایع کولو لاملونه ‌ډېر دی، یو لامل یې دا دی چې کتابونه ډېر دی او مطالعه کمه ده، ورو ورو د سواد کچه راټیټېږی او خلک د ناپوهۍ په تیاروکې ژوند کوی ، خو که خپل ورځنى ژوند له ځان سره محاسبه کړو، په دې به پوه شو، چې موږ څومره وخت بې ځایه تېروو. د وخت د ضایع کولو لاملونه ډېر دی لکه فیسبوک، واټسپ، مسنجر، ګیمونه  دا ټول هغه څه دی چې زموږ وخت بېځایه ضایع کوی او د دې ترڅنګ په کارونو کې مشوره نه کول، پوښتنه نه کول، منظم مهالوېش نه درلودل او داسې نور لاملونه کېدای شی چې د وخت د ضایع کولو لامل شی. وخت نه پلورل کېږی ، چې څوک یې د ځان لپاره واخلی او نه اخیستل کېږی.که اخیستل کېدای، نو شتمنو به د ځان لپاره اخیستى واى او هرچا به خپل ارزښتمن وخت ضایع کولی بیا به یې د ځان لپاره اخیستى، شپې او ورځې به تېرې شی، خو انسان یې په ارزښت نه پوهېږی او په غفلت کې یې تېرې کړی. د وخت پېژندونکی مخکی له دې چې ویده شی د سبا ورځې لپاره پلان جوړوی بیا د خوب ځای ته ځی او ویده کېږی.

رحمان بابا وایی:

له و رخ تېرې اوبه بېرته نه جار وځی

نه جاروځی تېر ساعت پـه بېرته بیا

تېر ساعت په مثال مړى د لحد دى

مړى چا دى ژوندى کړى پـه ژړا

اړتیا ده ،چې له وخت څخه ښه ګټه واخلو. د دې لپاره چې د الله (ج)رضا لاس ته راوړو او هم د ټولنې لپاره خدمت وکړو، چې وروسته پښېمانه نه شواو په دنیا او آخرت کې بریالی واوسو. دا چې وخت دالله تعالی لوی نعمت دی او موږ ته یې د امانت په توګه راکړى، نو راځئ په دې امانت کې خیانت ونه کړو.

وږمه ((ایوبی)) د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید