روزنامه هیواد

د واخان دهلېز نوری فایبر پروژې لپاره پروپوزل چین ته وسپاره

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت، د واخان دهلیز نوری فاىبر پروژې لپاره، چین ته د ۵۰ میلیونو ډالرو همکارۍ رسمی پروپوزل وسپاره ،چې د چین له خوا په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه. د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزىر شهزاد آریوبی چین ته د انټرنټ په پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د خپل رسمی سفر په څنډه کې د چین د صنعت او  مخابراتی ټکنالوژۍ له وزى  Chen Zhao Xiong سره په لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د ډیجیټل ورېښمو لارې پروژې، د افغانستان ډیجیټل اقتصاد او په ځانګړې توګه د واخان دهلیز له لارې د چین – افغانستان د نوری فایبر د نښلولو پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. آریوبی ووىل، چې افغان دولت د واخان دهلیز پروژې سروې بشپړه کړې او د راپور له مخې، پروژې د عملی کېدو په برخه کې خنډونه نه شته. افغان دولت له چین څخه غوښتنه وکړه، چې د واخان دهلیز د نوری فایبر پروژې د مالی چارو په برخه کې همکاری وکړی او د دغې پروژې د عملی کېدو په موخه شهزاد آریوبی په رسمی ډول د ۵۰ میلیونو ډالرو پروپوزل د چین جمهوری دولت د صنعت او  مخابراتی ټکنالوژۍ وزىر ته وسپاره. ښاغلی Chen Zhao Xiong ژمنه وکړه چې د خپلو چارو په لومړیتوب کې به د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت پروپوزل خپلو اړوندو مسوولو چارواکو ته د هوکړې لپاره وړاندې او د مالی چارو د تنظیم او تائید په موخه به ډېر ژر افغان دولت ته خبر ورکړی. افغانستان د جغرافیایی موقعیت له کبله د دغه پروژې په پلی کېدو سره د چین، مرکزی او سویلی آسیا هېوادونو، اروپا او افرىقا ترمنځ په ټرانزیټی مرکز بدلېږی او د ټرانزیټ له لارې د میلیونونو ډالرو عوایدو ترڅنګ افغانانو ته په کمه بىه د باکیفیته انټرنټی خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرېږی. د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزىر شهزاد آریوبی په دې غونډه کې ووىل: د مخابراتو  او معلوماتی ټکنالوژۍ په برخه کې د چین د پانګونې او همکارۍ له امله مننه وکړه زىاته یې کړه، چې له چین سره د انټرنټ او نوری فایبر له نښلولو سره به افغانستان د انټرنټی خدمتونو په برخه کې له نورو ګاونډیو هېوادونو خودکفا شی    .  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید