روزنامه هیواد

د هېواد په ۹ ولایتونو کې د شغل د ایجاد پروژې په ګډون د ۲۴ تدارکاتی مواردو منظوری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې پر ۲۴ موضوعاتو د بحث په پایله کې کمېسیون له ۱،۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټولې تدارکاتی موضوګانې منظور کړې چې لاندې موارد په کې شامل دی:

·        د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معینیت اړوند، د اشتغال د ایجاد پروګرام لپاره په ننګرهار، لغمان، کنړ،نورستان، کندهار، خوست، فاریاب، غور او هرات ولایتونو کې د همکارې مؤسسې د استخدام شپږقراردادونه په پرنسیپ کې منظورشول؛

·        د هېواد د بزګرانو د اتحادیو او انجمنونو له لارې د ملی دفاع، کورنیو چارو اوعامې روغتیا وزارتونو او د زندانونو او توقیف خونو لوی ریاست د اړتیا وړ هندواڼو د برابرولو او تدارک پروژه؛

·        د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند په دوه برخو کې په افغانستان کې د ګازو د تاسیساتو او پایپ لاینونو لپاره د انجنیرۍ مشورې ورکولو خدمتونو پروژه؛

·        د کورنیو چارو وزارت د مرکز او ولایتونو د زندانونو د اړتیا وړ یو قلم مایع ګازو او د ملی اردو د اړتیا وړ یو قلم وچې ډوډۍ د برابرولو قرارداونه؛  

همداراز ملی تدارکاتو کمېسیون په لاندې ذکر شویو تدارکاتی موضوعاتو د تدارکاتو د قانون او کړنلارې د حکمونو په رڼا کې اړینې پرېکړې وکړې او اړوندو ارګانونو ته یې د هغو پر اغېزناک تطبیق ټینګار وکړ:

·        د کورنیو چارو وزارت د صحیه ریاست د روغتیایی مرکزونو او روغتونونو د اړتیا وړ طبی وسایلو او رینجنټونو، درملو، او طبی لوازمو پروژې؛

·        د وردګو، بلخ، هرات او هلمند ولایتونو د ګچاو رخام ډبرو، کوارټسی رېګ او چقمق ډبرو په اړه د قراردادونو د یاداشت او ارزونې راپور؛

·        د بامیانو ولایت د کُهمرد ولسوالۍ د اشپشتې او کلیچ د ډبرو سکرو کان د ارزیابۍ مطالعات وارزول شول او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې؛

·        د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند، له خواجه ګوګردک څخه د سرې/کود فابریکو او شمال برېښنا پورې د ګازو د پاین لاین د ساختمان او جوړولو لپاره د مرستې د تجهیزاتو برابرولو او تدارک پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د لارښوونې غوښتنه؛

·        د لوړو زده کړو وزارت اړوند د کابل پوهنتون د نارینه او ښځینه لیلیو د اعاشوی موادو د برابرولو او تدارک پروژه؛

·        د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اړوند، د  ۱۲ ورځو لپاره د دوه زغره والو موټرو کرایه کول؛

همداراز په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند، د حامدکرزی بین المللی هوایی ډګر د امنیتی کمرو د ۶۳ قلمه وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو، تدارک او نصبولو پروژه هم کمېسیون تائید کړه.

دغه راز د اجنډا مطابق د کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د تحقق د څرنګوالی راپورونه چې لاندې موارد پکې شامل دی واورېدل شول او په اړه یې له بحث او ارزونې وروسته اړوندو ادارو ته ځانګړې لارښوونې وشوې:

·        د کابل ښاروالۍ اړوند د کابل ښار اړمنو کورنیو ته د وچې ډوډۍ د وېش او د ارتزاقی توکو د اتحادیو له لارې نانوایانو ته د اوړو رسولو پړاونو د تحقق راپور؛

·        د ملی اردو د مرکزی قطعاتو او جزوتامونو او ساحوی قول اردوګانو د اړتیا وړ یو قلم د میوې مربا پروژې په اړه د پرېکړې د تحقق راپور؛

·        د ملی اردو د مرکزی قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ قرطاسیې د برابرولو او تدارک پروژې په اړه د پرېکړې د تحقق راپور؛

·        د ملی اردو د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ حبوباتو د برابرولو او تدارک پروژې په اړه د پرېکړې د تحقق راپور؛

د غونډې په پای کې ملی دفاع وزارت، د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې کړه چې له ارزونې وروسته ورته د هېواد د مالدارانو له اتحادیې سره تفاهم ته د رسېدو لارښوونه وشوه.

د ملی دفاع وزارت د وړاندې شویو اعاشوی موادو د قراردادونو، د کرونا ویروس له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د بیو د لوړوالی او اجناسو د کموالی په اړه د لارښوونې غوښتنه کمېسیون ته وړاندې شوه چې په هکله یې لازمې لارښوونې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید