روزنامه هیواد

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شوې

بالاخره د کورونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوی له امله د کانکور ځنډول شوې ازموینې پیل شوې.

د افغانستان د ازموینو ملی اداره وایی پرون په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور د ازموینې بهیر په رسمی ډول پیل شو.دغه اداره وایی ،چې ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کېږی چې وروستۍ به‌یې د سنبلې ( وږی ) په پیل کې په کابل کې په څو پړاونو کې واخیستل شی.د دغې ادارې د نشرانو او عامه اړیکو مسوول نسیم سهار وایی، چې سږ کال به د دوولسمو ټولګیو دوه لکه او ۱۰ زره داوطلب فارغان د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړی.ښاغلی سهار وویل: ((په ۱۷ ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه عملاً پیل شوې، روان کال به دوه لکه او ۱۰ زره داوطالبان د کانکور په ازموینه کې ګډون کوی ،چې له دې شمېر ۵۳ زره ۲۲۷ ‌یې نجونې او پاتې هلکان دی.))ښاغلی سهار وایی، چې کندهار، دایکنډی، کندوز، غور، نیمروز، فراه، سمنګان، کونړ، بادغېس، پکتیکا، زابل، پنجشېر، لوګر، سرپل، وردګ، نورستان او ارزګان ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې ،چې ۴۱ زره ۶۹۳ کسان چې ۳۴۷،۱۰ ‌یې نجونې جوړوی ګډون کړی.د ازموینو ملی اداره وایی ،چې د کانکور د ازموینې د اخیستو پر مهال د کورونا ویروس د مخنیوی لپاره د عامې روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې نیول شوی.په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وایی، چې روان کال دغه وزارت د یو لک او ۴۷ زره محصلانو د جذب وړتیا لری.د دغه وزارت ویاند عزیز احمد اوریا په دې اړه وایی ، چې دغه کسان به په بېلا بېلو برخو کې جذب شی.دی وایی: (( د کانکور په داوطلبانو کې یو لک او ۴۶ زره په دولتی سکتور کې جذبېږی، جذبېدونکی کسان به پوهنتونونو، د نیمه لوړو زده‌کړو مؤسسو او دارالعلومونو ته لاره پیدا کړی.))ښاغلی اوریا وایی چې شااخوا ۶۶ زره د دوولسمو ټولګیو فارغان به پوهنتنونونو او د لوړو زده‌کړو په مؤسسو، ۴۳ زره به په نیمه لوړو زده‌کړو مؤسسو، ۱۹ زره به د دینی برخې دارالعلومونو، ۹ زره به د شپې په پوهنځیو او نور به د لوړو زده‌کړو په بېلابېلو نورو برخو کې جذب شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید