روزنامه هیواد

د هېواد په چاروکې دپاکستان لاسوهنو دخلکو د صبرکاسه ډکه کړې

پاکستان نه یوازې په ۱۹۴۷ زېزدیز کال کې له جوړېدو راهیسې تردې دمه د لر اوبرو پښتنو او افغانانو پرضد ظلمونو، تېریو او وحشتونو ته زور ورکړى دى، د پنجاب ملېشې د ډیورنډ کرغېړنې  او منحوسې کرښې ته څېرمه دکونړونو، نورستان،ننگرهار ،خوست ،کندهار ، پکتیا او پکتیا په ګډون سیمې تل په نښه کړې، د توپونو ړندې ګولۍ پرې وروی او دافغانانو ته یې ځانې او مالی زیانونه اړولې اودخپلو سیمو پرېښودوته یې اړ کړی دی،په دې توګه یې دافغانستان پرمځکنې بشپړتیا، خپلواکۍ ،ملی واکمنۍ او هوایی حریم یې تل تېرى کړى او پاکستان پرافغاسنتان په څلوېښت کلنې تپل شوې خونړې جګړه په تېره بیا د اتلسو کلونو په خونړیو جګړو کې ښکېل دى، دپاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو په څلوېښت زرو روزنځایونو او استخباراتی مدرسو کې طالبان او ترهګر روزی او دورانکارو فعالیتونو او فجیعو عملونو لپاره یې افغانستان ته رالېږی دکندهار د سپین بولدک په سیمه کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه هغه ۳۰ روزل شوی ترهګر ونیول شول ،چې پاکستان د ترهګریزو بریدونو او له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې لپاره را استولی وو. دکندهار دسرحدی ځواکونو له قوله تر دې وړاندې هم دغه ډول نور ترهګر د پاکستان له خوا افغانستان ته د راوښتو پرمهال نیول شوی دی چې دافغانستان په کورنیو چاروکې دتېری کوونکی درواغجن او دوه مخی پاکستان دغه ډول ښکاره بې شرمانه اومذبوحانه لاسوهنو د افغانانو د صبرکاسه نوره ډکه کړې او پرافغان حکومت اودغه راز دامریکا ،ناتو او اروپا په ګډون یې پرنړیوالې ټولنې اوهمدارنګه دملګرو ملتونو پرامنیت شورا غږ کړى ،چې دافغانستان په کورنیو چاروکی دې دپاکستان بې شرمانه او مذبوحانه لاس وهنې منع کړی او همدا رنګه دې د سیمې او نړۍ پرضد په پاکستان کې د روزل کېدونکیو ترهګرو ځالې له منځه یوسی، چې له شره یې نه یوازې افغانستان او سیمه ،بلکې نړۍ هم وژغورل شی، ځکه له پاکستان سیمې او نړۍ ته هم روزل شوی ترهګر استول کېږی او ترهګر بریدونه کوی. پاکستانه د افغانستان په کورنیو چاروکې د دغه ډول بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو ترڅنګ پر افغانستان سوداګریزې لارې هم بندې ساتلې اوپه دې توګه یې په ډېرې سپین سترګۍ اوبې باکۍ سره دسوداګرو او بشری حقوقو په اړه له وضع شویو نړیوالو اصولو ، منشورونو ، میثاقونو او اعلامیو تل سرغړونه کړې اوهغه یې ترپښو لاندې کړی دی.له افغانستان سره مخامخ جګړه د پاکستان تل پاتې پالیسی ده، دا جګړه توده ساتی او له نړیوالو بندیزونو سره سره بیا هم د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ ته دوام ورکوی. له هند سره خو د ترهرګۍ پرسر لانجه په دې وروستیو کې پر نښتې واوښته، چې هندوستان یې په هوایی بریدونو سره سخت ځواب ورکړ. افغان حکومت باید د پاکستان پرضد د ترهګرۍ د روزنې دوسیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په بیا بیا مطرح او د عدالت غوښتنه دې وکړی. له دې پرته په تش غندنو او له پاکستان سره په خبرو څه نه کېږی، بلکې پاکستان لا د ترهګرۍ روزنې، پر افغانستان مخامخ یرغل او په افغانستان کې تپل شوې جګړې ته زور ورکوی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید