روزنامه هیواد

د هېواد په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی راغلی

په تېره میاشت د شمالی او جنوبی بندرونو له لارې هېواد ته ۲۹۰ زره ټنه سوداګریز توکی وارد شوی دی.د رېل لارې اداره په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په وږی میاشت کې ۴۷۹۵ واګونه سوداګریز توکی د رېل پټلۍ په مرسته له حیرتان-مزارشریف، آقینې او تورغنډۍ بندرونو هېواد ته وارد شوی دی. د رېل لارې اداره د معلوماتو له مخې ، :په دې ټولو واګونونو کې ۲۹۰ زره ټنه سوداګریزتوکی، چې خواړه، نفتی او ساختمانی توکی، ماشین الات او نور ډول ډول سوداګریز توکی په کې شامل دی هېواد ته وارد شوی دی.افغانستان په وروستیو کلونو کې د مرکزی آسیا د هېوادونو په ګډون له چین او ایران سره د رېل پټلۍ په وسیله نښلول شوی ، چې له امله یې د هېواد په صادراتو او وارداتو کې ډېروالی راغلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید