روزنامه هیواد

د هېواد په روغتونونو کې په کومو لارو چارو د معتادینو درملنه کېږی؟

د افغانستان په دولتی او نادولتی مرکزونو کې په بېلابېلو لارو چارو د معتادینو درمنله کېږی، په ځانګړې توګه عرضی درملنه چې د امریکا په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې دود ده.

په دې ډول درملنه کې معتاد د زهرو ایستلو له پړاوه وروسته درې میاشتې بستری کېږی، د دې کار هدف د هغو زیانونو درملنه ده، چې د نېشې پرېښودلو له امله معتاد ته پیدا شوې، خو د عامې روغتیا وزارت چارواکی بیا وایی، چې د کافی بودجې نشتوالى او نېشه یی موادو ته آسانه او ارزانه لاسرسی هغه ستونزې دی، چې د عرضی درملنې بهیر یې ټکنی کړی.د عامې روغتیا وزارت د نېشه یی توکو د غوښتنې د کمولو رییس شاپور یوسف وایی، چې موږ یو ناروغ د لږو امکاناتو له امله تر دوو میاشتو ډېر نه شو بستر کولای، په داسې حال کې چې د دې درملنې د اصولو له مخې باید یو معتاد لږ تر لږه درې میاشتې بستر کړای شی.ده وویل:(( په عرضی درملنه کې باید معتاد له (۴۵) ورځو څخه تر درېیو میاشتو پورې بستر شی، سره له دې چې د عرضی درملنې په پالېسۍ کې ټاکلې موده نشته، خو له بده مرغه چې موږ د کافی بودجې د نشتوالی او د معتادینو د ډېروالی له امله یو معتاد یوازې له (۴۵) څخه نیولې بیا تر (۵۰) ورځو او یا دوو میاشتو پورې بستر کولی شو))که څه هم په عرضی درملنه کې په کورونو، ټولنه او روغتیایی مرکزونو کې معتادینو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کېږی، خو ډاکتران دا ډول درملنه ګټوره نه بولی.ډاکتر منصور ارشاد په دې برخه کې د مسلکی کسانو نشتوالى لویه ستونزه یادوی او وایی:

(( یوه بله عمده ستونزه ، چې په افغانستان کې د اعتیاد په درملنه کې شته چې درملنه یې ډېره ټکنۍ کړې ده، هغه د درملنې په برخه کې د مسلکی کسانو نشتوالی دی، که دې مسئلې ته په ځیر وکتل شی، نو د اعتیاد درملنه یوازې روغتیایی خدمتونو، د اعراضو او نېشې پرېښودلو له امله د را پیدا شویو ناروغیو کنټرول نه دی، بلکې یوه له کږلېچونو څخه ډکه او اوږده لاره ده چې ډاکترانو، روغتیایی کارکوونکو او روانی متخصصینو ته ډېره اړتیا لری، په ورته وخت کې داسې خلکو ته هم اړتیا ده چې له معتادینو سره د مهارتونو په زده کولو کې مرسته وکړی، ترڅو دوی بېرته له ټولنې سره یوځای شی))طبی ډاکتران په نېشو د بیا اخته کېدلو یو لامل اوسنۍ نیمګړې درملنه بولی، دوی باور لری چې د میټاډون ګولیو په واسطه د اعتیاد ښه درملنه کېدای شی.مېټاډون ګولۍ یو ډول مصنوعی نېشه یی درمل دی، چې ډېر وخت هغو کسانو ته ورکول کېږی چې د هیروئینو او تاریاکو نېشه کوی او یا هم د ایډز او ژېړی په ناروغیو اخته وی، خو ډاکتر عبدالواحد قریشی بیا وایی چې که دا ګولۍ تر خپلې ټاکلې اندازې ډېرې وخوړل شی، د اعتیاد لامل ګرځی.ده وویل: (( د مېټاډون ګولیو اغېزې تر (۲۴) ساعتونو پورې پاتې کېږی، کله چې یو معتاد سهار یوه ګولۍ وخوری، تر بل سهاره پورې بیا ضرورت نه ورته لری، دا د اعتیاد د درملنې مناسبه طریقه ده، یو معتاد سره له دې چې په نېشه یی موادو اخته او پرېښودل یې ورته آسانه کار نه دی، خو بیا هم د دې ګولیو د استعمال په صورت کې خپل ورځنی کارونه کوی او خپل ماشومان ساتلی شی))د عامې روغتیا وزارت د مېټاډون ګولیو په واسطه درملنه ګټوره بولی.د نېشه یی موادو د غوښتنې کمولو رییس شاپور یوسف وایی ،چې له بهرنیو مرستندویو ادارو سره یې د عرضی درملنې طرحه شریکه کړې ده، د دې طرحې هدف دا دی چې دوو زرو معتادینو ته مېټاډون ګولۍ برابرې کړی، خو د کافی بودجې د نشتوالی او د طبی ډاکترانو د علمی اختلاف له امله تر اوسه پورې دغه طرحه نه ده عملی شوې.

فرید حلیمی

ممکن است شما دوست داشته باشید