روزنامه هیواد

د هېواد په بنسټیزو پروژوکې د نړیوال بانک رول مهم دى

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین ادریس زمان په نړیوال بانک کې د افغانستان د برخې له رییس شبهام چودری سره، د (تماس) نړیوالې ډلې د غونډې په څنډه کې وکتل.  د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې: په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د حیاتی پروژو د تمویلولو په باب د دغه بانک رول ارزښتناک وباله.  دغه راز دواړو لورو د ((کابل – بهیر)) د درېیمې غونډې د ترسره کولو او په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د تمویلولو په مقصد د نړیوالو اړوندو بنسټونو پر لازمې همغږۍ ټینګار وکړ .    باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید